افغان فوټسال لوبډله د آسیايي سیالیو څخه پاته سوه.

ساخت وبلاگ

ليکنه: صابرحميدي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي آسیایي سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه په ایران کي د مرکزي آسیاسي هیوادونو ترمنځ په لوبو کي ګډون وکړ، چي د خرابو لوبو له امله ئې آسیايي سیالیو ته لاره نکړه پیدا.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي افغانستان په مرکزي آسیایي سیالیو کي د ازبکستان، تاجکستان او نیپال هیوادونو سره په الف ګروپ کي شتون درلود، چي د ازبکستان او تاجکستان څخه ئې په لومړۍ او دوهمه لوبه کي ماته وخوړه، خو په درېیمه او د ګروپ په وروستۍ لوبه کي ئې بیا پرون د جمعې په ورځ نیپال ته ماته ورکړه.

افغان فوټسال لوبډلي په لومړۍ لوبه کي د ازبکستان څخه ۶ ګولونه پر ۲، په دوهمه لوبه کي ئې بیا د تاجکستان څخه ۵ ګولونه پر ۲ ماته وخوړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا نیپال ته ۶ ګولونه پر ۲ ماته ورکړه.

دا سیالۍ د آسیا په څلورو زونونو کي ترسره کیږي، چي له ډلي ئې لاره پيداکوونکي لوبډلي بیا په ۲۰۲۰م کال کي د آسیا اتلولۍ په موخه لوبیږي.

په هغه ټورنمنټ کي بیا ټول ۲۳ هیوادونه ګډون کوي.

له مرکزي زونه یادو سیالیو ته د لومړي ګروپ څخه ازبکستان او تاجکستان، خو د دوهم ګروپ څخه بیا قرغزستان او ترکمنستان لاره پيداکړه.

افغانستان او نیپال د ډېرو ماتو په خوړلو سره ونه توانېد، چي یادو لوبو ووځي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 247 تاريخ : شنبه 4 آبان 1398 ساعت: 11:41