پاکستان له اسټرالیا څخه راروانې شل اوریزې لوبې نشي ګټلای!

ساخت وبلاگ

سمیع الله درانی

د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبغاړي عاقب جاوېد ویلي، چې پاکستان به راروانې درې شل اوریزې لوبې په هیڅ صورت له اسټرالیا څخه ونه ګټي.

هغه چې له ۱۹۸۹ م کال څخه تر ۱۹۹۸ م کال پورې له پاکستانۍ لوبډلې سره لوبېده او اوس ۴۷ کاله عمرلري، تازه یې د پاکستان لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې ناتوانه او کمزورې بللې ده.

نوموړي ویلي چې مصباح الحق هم ښه غوراوی نه کوي او په ښه ډول لوبغاړي د لوبډلو لپاره نه انتخابوي.

مصباالحق اوس د پاکستانۍ لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی دی او د لوبلړیو لپاره پاکستانۍ لوبډلې تنظیموي.

د ده په تازه مشرۍ کې جوړې شوې پاکستانۍ لوبډلې له سریلانکا څخه په خپل کور کې بې ساري او تاریخي ماته وخوړه، درې واړه شل اوریزې لوبې ترې په اکټوبر میاشت کې سریلانکا په لاهور ښآر کې وګټلې.

جاوېد ویلي چې مصباح الحق ښه سیلیکشن نه کوي، نوي او ښه توپ اچوونکي لکه محمد موسی او نسیم شاه یې د سریلانکا خلاف ونه لوبول.

د پاکستان اوسني سکواډ یا نوملړکې چې د اسټرالیا پر وړاندې به یې ولوبوي شامل لوبغاړي عبارت دي له اظهرعلي لوبډلمشر، عابدعلي، اسد شفیق، بابراعظم، امام الحق، حارث سُهیل، شان مسعود، محمدعباس، افتخار احمد، کاشف بهټي، محمد رضوان وېکټ ساتونکی، محمد موسی، شاهین افریدي، یاسرشاه، نسیم شاه او عمران خان جونیئر.

دا شپاړس کسیز سکواډ به اسټرالیا ته سفر وکړي او د نومبر په ۳ یمه نېټه به لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ګډون وکړي.

له دې پنځلس لوبغاړو به ۱۱ لوبغاړي ولوبېږي.

محمد عرفان چې د پاکستان فسټ بالر دی او خورا خطرناک هم دی، په لوبډله کې له ډېر وخت راهیسې نه دی اخېستل شوی.

سرفراز احمد چې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر و، بیخي له لوبډلې لرې کړل شوی او د اسټرالیا خلاف لوبو کې هیڅ نه دی اخېستل شوی.

پاکستان او اسټرالیا په اسټرالیا کې درې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې اته ورځې وروسته پیلوي او پاکستاني پخواني لوبغاړي عاقب جاوېد بیا پاکستانۍ لوبډله ناکامه بللې او هغه یې د اسټرالیا له خوا ماتېدونکې یاده کړې ده.

که پاکستان دا شل اوریز سیریز هم وبایلي؛ نو رېنکېنګ کې پرې تاثیرات غورځېږي او ښایي راتلونکي کې ترې انګلستان په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام ونیسي.

اسټرالیا د ۲۰۱۹ م کال په سر کې له نړیوال جام یوه میاشت وړاندې، عربي متحده اماراتو کې پاکستان په پرله پسې ډول مات کړ او ښایي اسټرالیا کې یو ځل بیا پاکستان ته ستره ماته ور په برخه شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 269 تاريخ : شنبه 4 آبان 1398 ساعت: 11:41