دفاع وزارت : د کابل د بريدونو تر ټولو ستر طراح اوپلانوونکى ووژل شو

ساخت وبلاگ

 

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٨) : د ملي دفاع وزارت وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کابل ښار د بريدونو تر ټولو  ستر طراح او پلانوونکى يې په لوګر ولايت کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې وژلى دى.

د ياد وزارت لخوا د لړم په ٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، قاري برهان د حقاني ډلې يو له مهمو قوماندانانو څخه و، چې پرون د لوګر د ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار په کلي کې له يو شمېر نورو عرب او پاکستاني وسله و الو وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې نوموړي په کابل کې د خطرناکو او خونړيو بريدونو طراح او پلان جوړونکى و چې په ترڅ کې يې سلګونو بې ګناه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت ويلي چې قاري برهان د کابل د شاه شهيد، صدرات څلور لاري، عبدالحق څلور لاري ، البرز ښارګوټي  او لسګونو نورو بريدونو مسووليت لاره.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه په لوګر ولايت کې د طالبانو د نظامي کمېسيون مسوول، د حقاني شبکې ته ډېر باوري شخص و او له القاعدې سره يې هم اړيکې درلودلې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 261 تاريخ : شنبه 4 آبان 1398 ساعت: 11:41