ولې سهار په نهاره هوږه وخورو؟

ساخت وبلاگ

ژباړه: نسیمه محمدي

ورځ مو د یوې دانې هوږې خوړلو سره پېل کړئ.

د چاشني په ډول یا هم په ګڼو ترشي ګانو کې د هوږې څخه د بدن لپاره ګټو خبر یئ، مګر ولې باید هوږه په نهاره وخورو؟ له مونږ سره اوسئ.

د ناشتا په ډول د هوږې خوړلو خاصیت

د څېړونکو څېړنو ښودلې که چېرې هوږه په خالي معده یا د ناشتا په ډول وخوړل شي، د یو طبیعي انتي بیوتیک په څېر اغېز کوي. هوږه د آليسين درلودونکې ده، چې د باکتریا ضد قوي اثر لري او کولای شي مېکروب له منځه یوسي. په خالي نس د هوږې خوړل د ډېری ناروغیو د مخنیوي لپاره ګټوره ده.

د کولمو او معدې لپاره ګټور

د ناشتا په ډول د دې مادې خوړل، د ځیګر او مثانې د مناسبې ګړنې سره مرسته کوي او د نس د ستونزو لکه نس ناستې لپاره هم ګټه لري. اشتها او هضم تحریکوي او د معدې هغه اسیدونه چې معمولا د غوسې په وخت ترشح کېږي، مخنیوې کوي.

د وزن کمښت او ډنګروالی

د سهار په پېل او د ناشتا په ډول د اشتها د تحریک او د هضم د ښه والي لامل ګرځي. څنګه چې ستاسې هضمي سیستم راحت او ښه روان وي؛ دا مسئله د بدن د میتابوليزم له چټکتیا او د ډنګروالي لامل کېږي.

د عصبي ناروغیو درملنه

هوږه د اعصابو اړوند بېلابېل ډول ناروغیو د درملنې لپاره ګټه لري. څېړنو ښودلې په نهاره د هوږې خوړل د هغو کسانو لپاره چې عصبي ستونزو څخه کړېږي، ښه درملنه ده.

د وینې تصفیه

کله چې په تش نس د هوږې خوړلو خبره کېږي، نشئ کولی د وینې د تصفیې ځانګړتیا له پامه وغورځوئ. که چېرې روزانه د یوې دانې هوږې خوړلو عادت لرئ، په وینه کې د بدو کلسترولو کچه ټيټوي.

د بدن د میتابولیزم ښه کار کول

هوږه له یو ګېلاس اوبو سره تېره کړئ. لکه څنګه چې هوږه تُند خوند لري، ژوول یې ممکن لږ څه ستونزمن وي؛ نو سپارښتنه کېږي یوه وړه ټوټه یې له اوبو سره وخورئ. د هوږې او ګرمو اوبو سره د ورځې پېل کولای شي ستاسې د بدن د سوخت و ساز او میتابولیزم بدلون لامل شي.

د هوږې او شاتو خواص

نباید تل ښکلی سهار د یوې پیالې چای سره پېل کړئ، ځینې وختونه، کولای شئ ګیاهي معجونونه لکه د هوږې او شاتو معجون یې ځای ناستی کړئ.

په حقیقت کې، هوږه او شات هر یو په جلا ډول د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري مګر کولای شئ د هوږې او شاتو له ترکیب څخه، یو جادویي معجون ولرئ؛ له دې ترکیب څخه کولای شئ د زکام او انفلونزا، د زهریت لرې کولو، د بدن دفاعي سیستم پیاوړتیا او ډېرو نورو مواردو سره د مبارزې لپاره ګټه واخلئ.

له نورو درملنیزو خاصیتونو څخه کولای شو د التهاب ضد خاصیت، د مزمنو ناروغیو او مېکروب له منځه وړلو ته اشاره وکړو؛ البته زیات خاصیتونه یې، د آلیسین شتون دی، چې یو فعال ترکیب دی، چې لوړو کلسترولو د کنترول، وینې فشار او قلبي او عروقي سیستم پورې اړوند شرایطو سره مرسته کوي.

د هوږې او شاتو معجون جوړولو طریقه

د هوږې دانې وړې وړې پرې کړئ یا یې هم له مېکسر څخه وباسئ. شات په یو ښیښه یي لوښي کې وڅڅوئ او هوږه ورسره ګډه او سر پوښ یې کلک کړئ او د یوې اونۍ لپاره یې په یوه تیاره ځای کې وساتئ؛ له یادې مودې وروسته به، بډایه او سالم شربت ولرئ.

نوش جان!

د هوږې ترشي

د هوږې ترشي! شاید د نوم په اورېدلو یې وتښتئ؛ البته باید پوه شئ دا چاشني د بدن لپاره ډېرې ګټې لري؛ نو که د دې ترشي طرفدار یئ، په عمومي ځایونو کې د خولې بوی ته مو باید پام وي.

د هوږې ترشي او د وزن کمېدل

د بدن د مضره وازدې د ښې سوځېدنې لپاره ترشي ته اړتیا ده.

د ګټورو اوکسېدانونو، معدني مواد او وېټامینونو شتون په دې ترشي کې د بدن د میتابولیزم ښه او له ډنګرېدو سره مرسته کوي.

سره له دې، غوره ده د وزن کمېدو لپاره دا ترشي په متعادل ډول په خپل خوړنیز پروګرام کې شامل کړئ، ځکه زیات مصرف یې هم ستونزې له ځانه سره لري.

د سنتي طب له نظره، د هوږې ترشي د زړه د عروقو خلاصوونکې، اشتها راوړونکې، د وینې صافوونکې، د هاضمې سیستم د کړنو ښه والی او…….. خاصیت لري.

په اومېندوارۍ کې د هوږې ترشي مصرف

تر اوسه، د اومېندوارۍ په دوران کې د هوږې د ترشي زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي، ځکه هوږه او سرکه د اومېندوارۍ په موده کې دوه بې خطره خوراکونه شمېرل کېږي.

همدارنګه څېړنو ښودلې هغه مېرمنې چې د اومېندوارۍ په اږدو کې هوږه په خام یا هم د ترشۍ په ډول خوري، د لوړ دفاعي سیستم څخه برخمن او د نورو مېندو په پرتله یې جنین هم د ښې روغتیا او وزن څخه برخمن وي.

سرچینه: دلتا

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 288 تاريخ : سه شنبه 30 مهر 1398 ساعت: 2:52