د سل توپونو په لوبه کې د افغان لوبغاړو په لوړ قیمت اخیستل

ساخت وبلاگ

د انګلستان د سل توپونو نوی لیګ د ۲۰۲۰ م کال د جولا میاشت په ۱۷ مه نېټه پېلېږي او د اګسټ په ۱۵ مه نېټه پای ته رسېږي.  د دې لیګ لپاره تېره شپه د دوشنبې په ماښام د اکټوبر په شلمه نېټه بولي ترسره شوه.

په دې بولي کې د سلګونه نړیوالو او انګلستاني لوبغاړو په منځ کې څلور افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي دي.

راشدخان په یو لک او ۲۵ زره پاونډو د ټرېنټ راکېټس لوبډلې وپېره، مجیب الرحمن د سوپر چارجرز لوبډلې په یو لیک او ۲۵ زره پاونډو اخېستی او محمدنبي عیسی خېل بیا د لندن سپېرېټ لوبډلې له خوا په یو لک پاونډو اخېستل شوی دی.

ویل شوي په وروستیو کې بل افغان لوبغاړی قیس احمد هم اخیستل شوی دی.

په دې لیګ کې ملېنګا او کرېس ګېل نه دي اخېستل شوي او په بولي کې هیڅ لوبډلې لخوا دلچسپي نه ده ښودل شوې، چې دوی دواړه واخلي.

د دغو لوبغاړو په منځ کې مېچل سټارک او سټیف سمېت د وېلش فایر لوبډلې له خوا اخېستل شوي او ډېوېډ وارنر بیا د ساوترن برېف لوبډلې له خوا اخېستل شوی دی.

لسېت ملېنګا، کرېس ګېل او کګېسو رباډا په دې بولي کې نه دي اخېستل شوي.

د بي بي سي ورزشي تلویزیون به د لس لوبغاړو لوبې د انګلستان د راتلونکي اوړي په اوږدو کې نشروي.

راشدخان چې ۲۱ کاله عمر لري د کم عمره، خو د تجربه کاره لوبغاړو په لړ کې دی، چې د انګلستانۍ لوبډلې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر جو روټ سره به لوبېږي.

جو روټ ویلي دا زمونږ لپاره د ویاړ ځای دی، چې راشدخان لرو.

د شا او خوا ۵ سوه لوبغاړو په منځ کې ۹۶ لوبغاړي واخېستل شول او ۴۷۴ نور لوبغاړي ونه پېرل شول.

hundred balls 2.jpg

د لوبډلو نوملړونه:

ټرېنټ راکېټس لوبډله کې جو روټ، راشدخان، ډارسي شارټ، لیویس ګریګوري، الېکس هېلس، نتن کولټرنایل، هري ګرني، سټیوین مولاني، متیو کارټر، لوک ووډ، ټام مورس، ډېوېډ ملن، بېن کاکس، لوک فلېچر او لوک رایټ لوبېږي.

ساوترن برېف لوبډله

جوفرا ارچر، انډري رسل، ډېوېډ وارنر، لیام ډاوسن، جېمز وېنس، شاداب خان، کرېس جورډن، ټایمل مېلز، راس وايټلي، ډیلری راولېنس، اولي پاپ، جورج ګارټن، الېکس ډاوېس، ماکس والر او کرېک اورټن.

نارترن سوپر چارجرز

دې لوبډله کې بېن سټوکس، اېرون فېنچ، مجیب الرحمن، کرېس لین، عادل رشید، ادم لیت، ډېوېډ وایلي، ریچارډ ګلیسن، بېن فوکس، ټام کوهلر، کېډ مور، ډېوېډ ویسا، نتن ریمېنګټن، برایډن کارز، اېډ برنارډ او جان سېمپسن لوبېږي.

وېلش فایر لوبډله

جاني بېرسټو، مېچل سټارک، سټیف سمېت، کولېن اېنګرام، ټام ېنټن، بېن ډکېټ، راوي رامپال، سېمون هارمر، قېس احمد، لیام پلنکېټ، ریان ټېن ډېسکټی، ډېوېډ پېن، ریان هېګېنس، ډاني برېګس او لیوس ډو پولي.

اوول اېنوېنسېبل لوبډله

سام کورن، سونېل نرېن، جېسن رای، سام بېلېنګز، سنديپ لامېچانی، ریلي روسوو، ټام کورن، ریس ټاپلي، هارډوس وېلجوین، فابیئن الېن، الېکس بلېک، وېل جېکس، کرېس ووډ، نتن سوټر او لاوري ایوانس.

مانچېسټر اورېجنل لوبډله

جاس بټلر، عمران طاهر، ډېن ویلاس، فېل سالټ، ټام ابېل، ماټ پاکېنسن، ثاقب محمود، ډانېئل کرېسچن، وېن مېډسېن، وین پرنېل، مېچل سنټنر، جو کلارک، مارچنټ ډي لېنج، ډیډ پولاک او ایډي بایروم.

لندن سپایرېټ لوبډله

روري برنز، ګلېن مکسویل، ایئن مورګن، محمدنبي عیسی خېل، محمد عامر، رولوف ونډر مروی، مارک ووډ، جو ډینلي، ډېن لاورېنس، مېسن کرېن، کایل اباټ، اډم روزېنګټن، زاک کراولي، جېډ ډېرنبېک او لویس ریس.

برمېنګ فونېکس لوبډله

کرېس ووکس، لیام لیوینګ سټون، معین علي، کېن ویلیمسن، ریوي بوپارا، بېن هاوېل، ټام هېلم، شاهین افریدي، پټ براون، اډم هوز، کېمرن ډېلپورټ، هېنري بروکس، اډم زمپا، ریکي ویسلز او کرېس کوک.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 322 تاريخ : سه شنبه 30 مهر 1398 ساعت: 2:52