د پکتیکا د برمل سلګونه هلکان لا هم په پاکستاني ښوونځیو کې زده کړې کوي

ساخت وبلاگ

ښرنه (پژواک، ١٤ ورى ٩٥): د پکتيکا د سرحدي برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو سلګونه هلکان اوس هم په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي.

برمل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ميراجان وزير د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ شاوخوا ٧ سوه هلکان په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه چې په برمل ولسوالۍ په سرحدي برخو کې ښوونځي شتون نه لري او خلک اړ دي چې خپل اولادونه د زده کړو لپاره پاکستاني ښوونځيو کې شامل کړي.

د ميراجان په خبره چې ولايتي ادارې او د پوهني رياست مسوولينو يو کال مخکې دې ولسوالۍ ته له سفر وروسته ادعا وکړه چې ډېری زده کوونکي يې له پاکستاني ښوونځيو را ګرځولي خو هغوی دغه کار يې نه و کړى.

هغه وايي: ((موږ خوشحاله يو چې زموږ بچيان زده کړې کوي، دا زمينه زموږ بچو ته پاکستان برابره کړې ده، زموږ خپل حکومت خو يواځې وعدې راکوي، عمل کې هېڅ هم نه شي کولاى.))

د هغه په وينا، په پاکستاني ښوونځيو کې زده کوونکو ته د افغانستان پر ځاى د پاکستان په اړه معلومات ورکول کېږي او هر سهار پر زده کوونکو د پاکستان ملي سرود زمزمه کوي.

د دې ولسوالۍ قومي مشر هاشم خان وزير هم پژواک ته وويل چې ياده ستونزه يې له اړوند چارواکو سره شريکه کړې خو په دې برخه کې کوم اقدام نه دى شوى.

نوموړی وايي: ((په پاکستاني ښوونځيو کې درس په پښتو ويل کېږي، نصاب پاکستانی دی، د هرې مهمې ورځې لکه رخصتي او يا هم نورو مهمو غونډو کې د پاکستان مهم چارواکي ګډون کوي او زده کوونکي ته د هر ډول اسانتيا د برابرولو ژمنې ورکوي.))

د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د برمل ولسوالۍ د پوهنې امر محمدحنيف هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ له شپږ سوو ډېر زده کوونکي د پاکستان په ښوونځيو کې زده کړې کوي.

ده وويل: ((ما دا ستونزه د پوهنې له رياست سره شريکه کړه او د هغوی په موافقه مې په سرحد کې زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره کړه خو د پوهنې رياست ورته استادان منظور نه کړل.))

د هغه په وينا، کوم زده کوونکي چې په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي، د پاکستان نصاب ورته تدريسېږي او د هغوی په خوښه د ښوونځي لباس پر ځان کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي هم پژواک ته وويل چې د برمل ولسوالۍ سلګونه زده کوونکي په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي.

دى وايي: ((موږ په سرحد کې دې زده کوونکو د زده کړو زمينه برابره کړه خو د څو مياشتو له تيرېدو وروسته دغه زده کوونکي بېرته پاکستاني ښوونځيو ته ولاړل.))

ده له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې ياد زده کوونکي د زده کړو په موخه پاکستاني ښوونځيو ته پرې نه ږدي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د پکتيکا والي امين الله شارق پژواک ته ويلي چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 274 تاريخ : شنبه 14 فروردين 1395 ساعت: 18:21