سوک وهنه: افغان لوبغاړي عربي اماراتو ته ولاړه.

ساخت وبلاگ

ليکنه: صابرحميدي

د افغانستان د سوک وهني ځوانه ملي لوبډله په آسیاسي سیالیو کي د ګډون په موخه پرون دوشنبه متحده عربي آماراتو ته ولاړه.

مسئولین وايي، چي د ځوانانو ترمنځ د سوک وهني آسیایي سیالیۍ پرون د اکتوبر میاشتي په ۷مه نېټه پيل سوې او د یادي میاشتي تر ۱۸مي نېټې پوري دوام کوي.

دا لوبي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کي پېلیږي.

د ځوانانو ترمنځ د سوک وهني په دې سیالیو کي د آسیا د ټولو هیوادونو څخه لوبغاړي ګډون کوي.

په دې سیالیو کي به درې افغان لوبغاړي په بېلابیلو وزنونو کي د سوک وهني لوبي ترسره کړي.

د یادو لوبغاړو سره په دې سفر کي دوو پلاوو هم ګډون کړی دئ.

یادو لوبغاړو تر سفر مخکي د افغانستان د ملي کمېټې د مشر ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي سره وکتله.

حفیظ الله ولي رحیمي یادو لوبغاړو ته په یاده لیدنه کي د بریالیتوب هیله وښوده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 223 تاريخ : سه شنبه 16 مهر 1398 ساعت: 19:29