د نړیوال جام نه هېرېدونکې لحظې؛ د افغانستان څو شیبې

ساخت وبلاگ

د کرېک وېز وېب پاڼې د نړیوال جام په اوږدو کې د لوبډلو ځېنې صحنې را اخېستي دي، چې د افغان لوبډلې صحنې هم پکې شته.

لومړۍ لحظه یې د هندوستان او افغانستان د لوبې راخېستې ده، دې وېب پاڼې د محمدنبي د نیمه سلیزې او ورپسې په وروستي اوور کې د محمدشمي هېټرېک د نړیوال جام نه هېرېدونکې لحظه بللې ده، چې له ډېری کرکټ مینوالو به هېرې نشي.

دوی ورپسې لیکلي له هندوستان څخه د نیوزیلېنډ په وسیله د لومړۍ نیمه پایلوبې ګټل او هندوستان له نړیوال جام څخه بهر کېدل یوه معجزه بللې ده؛ دا ځکه چې نړیوالو دا سوچ کاوه چې هندوستان به نړیوال جام ګټي.

بله برخه یې په دوهمه نیمه پایلوبه کې د اسټرالیا ماته ده، چې انګلستان ورته ستره ماته ورکړه او د ۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریز نړیوال جام اتله لوبډله له نړیوال جام څخه بهر شوه، دا اتم ځل و، چې اسټرالیا نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وتلې وه؛ خو د لومړي ځل لپاره یې ماته وخوړه.

د پاکستان او افغانستان لوبه کې د ننداره کوونکو شخړه بل هغه څه و، چې نه هېرېدونکې لحظه یې جوړه کړه، دې صحنه کې افغان او پاکستاني ننداره کوونکي د لوبغالي شا او خوا ځایونو کې لاس او ګریوان شوي وو.

د باران په وسیله د لوبو لغوه کېدل او ځنډېدل نورې هغه ترخې لحظې وې، چې د کرکټ له مینوالو به هېرې نشي.

د هندوستان خلاف د پاکستان ماتې پاکستانۍ لوبډله د خپلو مینوالو تر برید لاندې راوسته او د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي مایکي ارتور وویل، چې د هندوستان خلاف د پاکستان ماته له ځانمرګي برید سره برابره وه.

د روهېټ شرما له خوا پنځه سلیزې وهل او په نیمه پایلوبه کې یې د نیوزیلېنډ خلاف یوه منډه کول بله نه هېرېدونکې صحنه وه او هندوستان خپل درې اوپنران په یوه، یوه منډه له لاسه ورکړل.

ویرات کولي له لوبڅار سره لانجې وکړې او دا لانجې هغه څه وو، چې د چا به هېرې نشي.

د سریلانکا خلاف د افغانستان ماته یوه بله نه هېرېدونکې صحنه وه، افغانستان د سریلانکا خلاف ګټلې لوبه له لاسه ورکړه. د پاکستان او هند پر وړاندې هم مونږ بریالي وو؛ خو کوچنیو تېروتنو لوبه زمونږ له لاسه وویسته.

دا لحظې که له نړیوالو هېرې شي؛ نو له افغانانو څخه نه هېرېږي.

د نیوزیلېنډ خلاف د کارلوس برېتوېټ سلیزې او یواځې په ۵ منډو د لوبې بایلل هغه څه و، چې نه هېرېدونکې صحنه وه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 354 تاريخ : شنبه 29 تير 1398 ساعت: 5:55