د ریاضي د ښوونکي په ژوند د رتیهک روشن فلم (سوپر۳۰) لیدونکي پیدا کړي

ساخت وبلاگ

په رښتني کیسه ولاړ د مشهور فلمي ستوري رتیهک روشن فلم (سپور ۳۰) د ریلیز کېدو یا نندارې ته په اېښودلو په لومړۍ ورځ ریکارډ ټینګ کړی او د مشهور فلمي اتلانو فلمونه یې تر شاه پرېښودل.

د رتیهک روشن دغه فلم د اجي دیوګن فلم (ریډ) او د اکشي کمار فلم (پيډمن) د یوې ورځې په ګټه کې وروسته پاتي کړي.

حیرانوونکې خبره داده، د فلم شنونکو چې د (سپور ترټي) لپاره د ګټې وټې څومره اندازه ټاکلې وه، هغه یې په یوه ورځ کې پوره کړې.

ډان نیوز د هندوستان ټائمز د رپوټ په حواله لیکلي، سپور ترټي د ریلیز کېدو په لومړۍ په ځایې باکس افس باندې ریکارډونه ټینګ کړي.

د خبر له مخې دغه فلم پر سینما نندارې ته وړاندې کېدو په لومړۍ ورځ ۱۱ کروړه پیسو زیاتې ګټلي، د دغه فلم د لومړۍ ورځې ګټه د اجي دیوګن د ریډ فلم او اکشي د پيډمین له فلمه زیاته ده.

د رتیهک دغه فلم په خپله د نوموړي فلم ستوري د فلم قابل د لومړۍ ورځې له ګټې هم زیاتې ګټلي دي.

قابل فلم په ۲۰۱۷ کال کې ریلیز شوی و خو په لومړۍ ورځ یې له ۱۱ کروړه څخه کمې ګټلې وې.

په سپور ترټي کې د رتیهک روشن سره منال ټهاکر مرکزي رول لوبولی، دغه فلم د شوټینګ په جریان کې یې په لارښود وکاس بهل باندې د جنسي تیري تورونه هم لګول شوي وه.

د دغه فلم لارښوونه وکاس بهل کوله او کله چې پرې د یوې مېرمنې لخوا د جنسي تیري تور پورې شو، نو له فلم څخه هم وایستل شو، خو د څېړنو وروسته معلومه شوه چې نوموړی بیګانه دی نو بېرته د دغه فلم د لارښود په حیث یې خپله دنده مخته یوړه.

سوپر۳۰  فلم کیسه د هند د بهار ایالت د یوه ریاضي د ښوونکي انند کمار پر ژوند راڅرخي، دغه استاد ۳۰ تکړه خو غریب زده کوونکي انډین انسټیټیوټ اف ټیکنالوژۍ په څېر بهترینی ادارې د ازموینې لپاره چمتو کړي ول او بریالي شوي هم ول، په هغه وخت دغه ښوونکي خپل زده کړیز پروګرام ته د (سوپر ۳۰) نوم ورکاوه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 316 تاريخ : شنبه 29 تير 1398 ساعت: 5:55