شین واټسن له خولنا ټایټنس لوبډلې سره یو ځای شو

ساخت وبلاگ

لیکنه: عبدالله عادل

د اسټرالیا لوبډلي پیاوړي لوبغاړي شین واټسن د راتلونکي 2019-2020 (BPL) بنګلدېش تجارتي سېالیو لپاره د خولنا ټایټنس لوبډلي سره د یو ځای کېدو تړون لاسلیک کړ.

تمه ده چي د بي پي ایل (BPL) اووم پړاو سېالۍ د روان 2019 کال د ډسمبر میاشتي په لومړۍ اونۍ کي پیل سي.

د واټسن د یو ځای کېدو په اړه د خولنا لوبډلي اداري مدیر قاضي انعام احمد وویل :

”خولنا ټایټنس لوبډله خوشحاله ده چي شین واټسن د لوبډلي سره یو ځای سو. هغه یو واقعي اتل دی هغه د خپلي ملي لوبډلي تر څنک په تجارتي لیګونو کي هم خپلو لوبډلو ته اتلولۍ خپلي کړي.شین واټسن تجربه ناکه لوبغاړی دی او د هغه د لوبي ګټلو فکر موږ ته مهم دی او موږ هیله لرو چي هغه موږ دا ځل اتلولي خپله کړي د کومي اتلولۍ لپاره چي موږ ډېر زیار باسو”

خپله شین واټسن د خولنا لوبډلي سره په یو ځای کېدو خوښي ښودلي او په خبره یې چي خپل پوره هڅه به وکړي چي ښې لوبي ترسره کړي.

شین واټسن:

” زه د راتلونکي پړاو بي پي ایل سېالیو لپاره د خولنا لوبډلي سره په یو ځای کېدو ډېر خوشحاله یم. بي پي ایل هغه سېالۍ دي چي ما تل هڅه کول چي پکښي ولوبېږم او دا دئ اخر هم دا موقع راته ورسېده. بي پي ایل کي له بنګلدېش او نوري نړۍ څخه غوره لوبغاړي لوبیږي او دا زما لپاره ځانګړي څه دي چي د دوی برخه ګرځم.”

شین واټسن د کرکټ په نړۍ کي پېژندل سوی او پیاوړی لوبغاړی دی چي په خپلي هر اړخیزي کارکردګۍ سره یې خورا ښې لوبي ترسره کړي او پر همدې مټ یې زیات شمېر مینوال موندلي, واټسن اُپنر توپ وهونکی او ورسره نیمه چټک توپ اچونکی دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 278 تاريخ : شنبه 29 تير 1398 ساعت: 5:55