داسې ګډ ژوند نه مجردي ښه ده، پای ته یې ورسوئ

ساخت وبلاگ

په افغانستان کې چا ته دا خبره مناسبه نه ده،چې وشي، خو د روان پوهنې د علم له نظره ځینې حالتونه شته، چې باید ګډ ژوند ته پکې دوام ورنه کړل شي.

دلته هماغه حالتونه درته بیانوو، چې له ګډ ژونده پکې مجردي غوره ګڼل شوې ده.

هغه حالتونه دلته یوـ یو په لنډ ډول درته بیانوو:

د ټلیفوني څار پرله پسې حالت

کله، چې نه شئ کولای د ژوند د ملګرې /ملګري د ټلیفون له څارلو مو زړه صبر شي. یانې چې پوه شئ د ژوند ملګری/ ملګرې مو له دروغ ویلو، خیانت او باور ماتولو نه اوړي.

په داسې وخت کې د ګډ ژوند ختمول غوره دي، ځکه دې نه چې هره ورځ په عذاب اوسئ، دا ښه ده چې یو ځل نوره کیسه ختمه او سره جلا شئ.

البته دا بېلتون وروستنی انتخاب دی، تر هغې مخکې باید خپل ټول ممکن انساني کوشش وکړئ، چې مقابل لوری له خیانته منع او لارې ته کړئ، که نه کیده نو بیا ضرور ده، چې لارې سره جلا کړئ.

کله چې مشترک لید ونه لرئ

له هغه چا/ هغې چا سره هم ژوند نه شي کیدای، چې مشترک لیدلوری ورسره ونه لرئ.

تاسې به یو څه غواړئ، هغه بل، دا متناقض حالت د یو بل ننګونکی وي او د دې پرځای، چې یو بل سره مرسته وکړئ، یو بل ته درد سر اوسئ.

په داسې حالت کې هم ګډ ژوند ممکن او مناسب نه دی.

په دې دلیل، چې ګډ ژوند یوازې تر یوه چت لاندې ژوند تېرول نه دي؛ ګډ ژوند د ګډو احساساتو، نظریاتو، افکارو او موخو تعقیبول دي.

که داسې نه وي، هغه ګډ ژوند نه؛ بلکې له یو بل سره په کرایي یا موقتي ډول ژوند کول دي، چې نه ضرور دي او نه ښې پایلې درته لري.

د اوسیدود ښار په اړه نه موافقه

د اوسیدو د ښار په اړه یې نه موافقه یوه برخه ده، خو که د ګډ ژوند په اړه مشترک لومړیتوبونه او موافقې ونه لرئ، نه شئ کولای چې ګډ ژوند مخته یوسئ.

تاسې به یو ښار کې ژوند خوښوئ، مقابل لوری په بل ښار کې.

تاسې به یو ډول راشه ـ درشه او ټولنیزې اړیکې غواړئ، مقابل لوری بل ډول.

لنډه دا، چې پوهیدئ سره جوړ نه راځئ، یو بل ردوئ، بیا نو تاسې ګډ ژوند نه؛ بلکې ګډ ماتم کوئ.

تاسې خپل مقابل لوری ردوئ، مقابل لوری مو تاسې ردوي.

دا نو ژوند نه دی، هسې درد سر دی، ناندرۍ ده او وخت ضایع کول دي.

کله چې ځان کې خیانت وینئ

د ګډ ژوند د ختمولو دلیل یوازې مقابل لوری نه؛ بلکې تاسې خپله هم کیدای شي.

کله، چې پوه شوئ د خیانت ارادې لرئ، پوه شئ چې حتماً به خیانت هم کوئ.

په دې وخت کې پوه شئ، چې خیانت خیانت زیږوي او دې سره په طبیعي ډول ستاسې ګډ ژوند خرابیږي او ختمیږي.

نو بیا یې زیات خرابیدو او په ځنډ ختمیدو ته مه پریږدئ.

په داسې وخت کې له وخته مخکې د ګډ ژوند اړیکه ختمه او پخپل کارپسې ځئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 294 تاريخ : يکشنبه 9 تير 1398 ساعت: 15:23