عامر خان او کرینه کپور یوه فلم کې راښکاره کیږي

ساخت وبلاگ

د هندي سینما ښکلې فلم لوبغاړې کرینه کپور په دې ورځو کې د خپل راتلونکي فلم (انګریزي میډیم) په شوټینګ بوخته ده او په همدې موخه لندن ته تللې ده.

انګریزي میډیم کې د لومړي ځل لپاره نوموړې فلم ستورې د تجربه کار او د خاص سبک لرونکي فلم لوبغاړي عرفان خان سره کار کړی وه.

دغه فلم په ۲۰۱۷ کال کې ریلیز شوی د عرفان خان او د پاکستانۍ اداکارې صبا قمر د فلم (هندي میډیم) ریمیک یا بیا جوړ شوی فلم دی.

د انګریزي میډیم فلم د شوټینګ وروسته ویل شوي چې کرینه کپور د څو ټلویزیونې پروګرامونو په شوټینګ بوخته شوې او بل دا چې ډېر ژر به يوه واقعي بڼه جوړېدونکي ټلویزیونې پروګرام (ریئلټي شو) کې هم راښکاره شي.

د معلوماتو له مخې د بالیوډ دغه ښکلې اداکاره به ډېر ژر د ZEE ټلویزیونون پروګرام (ډانس انډیا ډانس ۷) کې راڅرګنده شي.

خو اوس داسې خبرونه خپاره شوي چې نوموړې به ډېر ژر یو ځل بیا د هندي سينما له مخکښ فلم ستوري عامر خان سره یوځای په یوه فلم کې راڅرګنده شي.

د مډ ډی د خپرونو له مخې چې کرینه کپور او عامر خان د ۱۹۹۴ ننداره شوی هالیوډ سینما فلم (فوریسټ ګمپ) په هندي بڼه بیا جوړ شوي فلم کې کار کوي.

په رپوټ کې د نژدې سرچینو په قول ویل شوي چې د هالیوډ سینما د فلم په هندي بڼه جوړیدونکي چې نوم یې (لال سنګه چډها ) اېښودل شوی، عامر خان مرکزي رول ولوبوي.

د رپوټ له مخې د بالیوډ دغه ستر لوبغاړي غوښتي چې په دغه فلم کې دې له ده سره کرینه کپور د مینې تمثیل ولوبوي، نو په دې خاطر د فلم ادارې پرېکړه کړې چې دغه فلم ستورې په دغه فلم کې ځایه کړي.

د فلم ټيم ته نژدې سرچینو ویلي چې د کرینه کپور او عامر خان جوړه پر سکرین ښه ښکاري او تمه لري چې په(لال سنګ چډها) فلم کې به دغه جوړه ښه کار کردګي وکړي.

د فلم لارښود چارې به اډویټ چندن مخته یوسي او شوټینګ چارې به یې د اټکل له مخې د روان کار د اکټوبر په میاشت کې شروع شي.

د فلم ټیم په رسمي ډول تر اوسه د لال سنګ چډها د ټیم غوراوي په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې هم د دغه خبرو تائید کړی دی.

خو داسې ویل کیږی چې په راتلوونکو څو اوونیو کې به په دې تړاو رسمي اعلان وشي.

بل لورته داسې هم ویل کیږي چې کرینه کپور به د اکټوبر وروسته د کرن جوهر په لویې بودیجې جوړیدونکي فلم (تخت) د شوټینګ چارې هم پيل کړي.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم عامر خان او کرینه کپور په (تري ایډيټس او تلاش) فلمونو کې جوړه کار کړی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 573 تاريخ : يکشنبه 9 تير 1398 ساعت: 15:23