منګل: د شراب او چرګو غلا د پریښودو باوجود کابلۍ ښځې راسره واده ونه کړ

ساخت وبلاگ

مشهور افغان سندرغاړی منګل وایي له ۷ کلونو راهیسې یې د شرابو، بیرو او نورو نیشه یي توکیو استعمال بس کړي.

هغه دا څرګندونې پر یوټوب ټولنیزې شبکې یوه خپره شوې ویډیویي مرکه کې کړي دي. منګل پر نیشو پښېمانه دی او وایي له خدایه غواړي، چې ویې بښي.

د ده په وینا د نیشو له پریښودو سره یې صحت هم ښه شوی او ناروغۍ یې له وجوده وتي. د دې ترڅنګ دی زیاتوي: نیشه د انسان شخصیت خرابوي، هیڅوک یې باید ونه کړي.

د ښځې په لټه!

منګل، چې کلونه یې له نغمې سره د ګډ ژوند پر جلا کیدو اړوي، وایي په بلې ښځې پسې ګرځي، څو ګډ ژوند ورسره پيل کړي.

د ده په وینا د سړي لپاره محرم ښه وي، ځکه یې د بلې ښځې لټه پيل کړې ده.

د منګل په خبره خپله چا ته د ګډ ژوند په بلنه ورکولو شرمیږي او نورو ورسره په ریبارۍ کې سمه مرسته نه ده کړې.

د کابلۍ ښځې انکار

په دې مرکه کې منګل وایي، چې یوه کابلۍ ښځه یې پيدا او د واده هوکړه یې ورسره کړې وه، خو د ده د غریبۍ له وجې له هوکړې په شا شوه.

ده په مرکه کې ونه ویل، چې دا ښځه څوک او چېرته وه، او څنګه یې پیدا کړه، خو ویې ویل، چې د امریکا ټکټ یې ورته وکړ او خپل کور ته یې وبلله.

د منګل په خبره له ښځې یې وپوښتل، چې مهر یې څومره دی، چې ملا وغواړي او نکاح سره وکړي.

خو دی وایي، چې ښځې په چل بانک ته بوتله، څو د ده د اکونټ په وضعیت پوه شي.

منګل زیاتوي: بانک ته لاړو، زما اکونټ کې ۲۶ ډالره و، چې ۲۰مې یې واخیستې او ۶ نورې پکې پاتې شوې.

د هغه په خبره ښځې ورباندې د کوم میلیاردر ګومان کړی و، خو همدا چې په تش لاسۍ یې پوهه شوه، زر یې د بیرته تګ ټکټ پرې واخیست او پخپله مخه لاړه.

د مینې او یه قربان شتمني

منګل وایي د پیسو په لحاظ ملنګ دی، خو په څه  کې چې شتمن دی، مینه او یه قربان دی.

د ده په خبره روزګار یې ښه دی، چا ته احتیاج نه دی، خو پانګوال نه دی.

هغه وایي: خوشالي په پیسو کې نه ده!

له دې سره هیله من دی، چې د صبر مېوه خوږه وي او څوک به ورسره ګډ ژوند ته راضي شي.

له لاسه وتې شتمنۍ او زاړه یادونه

منګل پرته له دې، چې د ژوند پخوانۍ ملګرې نغمې ته ګوته  ونیسي، په کنایوي ډول وايي چې په اسلام اباد کې له بنګلې او د کابل په مکرویانو کې له خپل کوره تېر شوی.

دا خبره یې روښانه نه کړه، چې دا یې د نغمې لپاره خرڅ کړي، که د ژوند بېلیدو نه وروسته یې دا کورونه هغې ته پریښي.

منګل وایي، دوه لوڼې او دوه زامن لري، چې ترې خوشاله دی.

وایي دی او نغمه دواړه کله ـ کله د لمسیانو لیدو ته ورځي.

نغمې سره د اړیکو په اړه وایي، چې كله سره غږیږي او کله خپه وي.

د چرګو د غلا کیسه

په دې مرکه کې منګل د خپل ماشومتوب کیسې هم وایي او وایي، چې د ۳ نورو ملګرو په ملتیا یې پکې د کلي چرګان پټول.

دی زیاتوي: یو دیګی، سوچه غوړي، سره مرچک به مو هم کور نه را پټ او غلا کړی چرګ به مو پکې پوخ کړ.

د ده په وینا پروتین ته یې اړتیا وه او په کلي کې داسې خواړه نه پیدا کیدل، چې دغه اړتیا یې پوره کړي.

وایي دا غلا به یې اونۍ کې یو ځل کوله او کله به یې د خپلو کورونو چرګان هم پټول.

د ده په خبره، کله یې چې په کلي کې یو کس د چرګانو په غلا ونیول شو، دوی ورنه وروسته غلا ته سم زور ورکړ او اونۍ کې به یې څو چرګان غلا او وخوړل.

منګل په دې مرکه کې زیاتوي: موږ ۲۱ وروڼه وو، دوه میرې مې لرلې، پلار مې ډګروال اکبر د ملک یعقوب زوی و، چې شعرونه یې راکول او موسیقۍ ته یې هڅولم.

خو وایي مور یې وهه او د میرو د پېغور لپاره یې موسیقۍ ته نه پریښوده.

د منګل او نغمې د کورنۍ په اړه نور دلته ولولئ:

د ښځو وزارت لېواله نغمه: افغانان راسره مینه لري خو د مینې په چل نه پوهیږي

https://yaraan.com/naghma-singer/

شفیق مرید؛ هغه لغمانی هنرمن چې په یوه کمپوز یې د نغمې لور وکړه

https://yaraan.com/shafiq-mureed/

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 322 تاريخ : يکشنبه 9 تير 1398 ساعت: 15:23