پاکستان بيا په روان نړيوال جام کي ۲ لوبي ګټلي يوه يې له نيوزلينډ او بله يې له انګلستان څخه ګټلې.
افغانستان په روان نړيوال جام کي ۷ پرلپسې لوبي بايللي.
خو تر نړيوال جام مخکي په تمریناتي لوبه کي افغانستان وکولای سوله چي پاکستان ته ماته ورکړي.
د پاکستان لوبډلمشر ويلي چي د افغانستان په وړاندي ننۍ لوبه کي به دخپل پوره توان څخه کار واخلي همدارنګه افغان لوبډلمشر ګلبدين نائب هم د پوره چمتووالي خبر ورکوي او د راشدخان څخه يې هيلي ډيري دي،پداسی حال کي چي افتاب عالم افغانستان ته راستول سوی او پرځای يې سيدشيرزاد اخيستل سوی.
د دواړو لوبډلوپرتله.
تر دې مهاله پاکستان ۹۲۳ يو ورځنۍ لوبي کړي او افغانستان نن ۱۲۲ لوبه کوي.
افغانستان او پاکستان ۳ ځلي په يو ورځنيو لوبو کي سره مخ سوي، ټولي لوبي پاکستان ګټلي.
يوه لوبه پاکستان په ۲۰۱۳ز کال کي په ۷ ويکټو ګټلې،دويمه لوبه يې په ۲۰۱۴ز کال اسيا کپ کي د ۷۲ منډو په توپير وګټله او دريمه لوبه يې په ۲۰۱۸ز کال اسيا کپ کي په ۳ ويکټو وګټله.
پاکستان په هيډينګلي لوبغالي کي چي نن لوبه ده خپلي تيري ۳ لوبي بايللي.
خو په نړيوال جام کي افغان لوبډلي پرلپسې ۷ لوبي وبايللې، که څه هم تردې وړاندي يې تر ۴ پرلپسې لوبو اضافه نه وې بايللي.