د افغانستان او پاکستان تر منځ د نننۍ لوبې کوربه لوبغالی

ساخت وبلاگ

لیکنه: بهار سمسور

دا د انګلستان د کریکټ له ښکلو لوبغالو یو دی، چې د کریکټ لوبې پر وخت یې خوا و شا ښایسته منظرې هم د نندارچیانو روح تازه کوي.

هیډینګلي کریکټ ګرونډ؛ چې په لیډز کې موقعیت لري، په کال ۱۸۹۰ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دا د یارکشیر نومي کلب کورنی لوبغالی دی او اوسمهال د ۱۸۳۵۰ کسانو لپاره خلاصه غېږ لري چې په یو وخت پکې د روانې لوبې ننداره کولی شي.

پر دغه لوبغالي لومړۍ پینځه ورځینۍ (ټېسټ ) لوبه په ۱۸۹۹ کال د جون پر ۲۹ مه د کوربه انګلېنډ او اسټرالیا تر منځ تر سره شوې ده.

لومړۍ یوه ورځینۍ لوبه پر دې لوبغالي په ۱۹۷۳ کال د کوربه انګلستان او ویسټینډیز تر منځ وشوه،خو دا وخت دا لوبه ۶۰ اورونه وه؛ ځکه هغه مهال د ۶۰ اورونو لوبه کیدله.

وروستۍ یوه ورځینۍ لوبه پر دې لوبغالي د روان نړیوال جام لوبه،د انګلستان او سریلنکا تر منځ وشوه چیرته چې کوربه لوبډله بریالۍ شوه.

دا لوبغالی په ۲۰۱۵ کال کې د شپنیو لوبو لپاره هم اماده شو،چې لایټس (ګروپونه) عیار شول او اوس د ورځې په پیل،د غرمې وروسته Day nights لوبو ته هم اماده دی.

پر دغه لوبغالي تر اوسه کومه شل اوریزه نړیواله لوبه نه ده شوې، خو له یوه ورځینیو لوبو زیاتې ورباندې ټېسټ لوبې شوي دي.

د دغه لوبغالي ویکټ (ویشتنځای) هم د زیاتو منډو لپاره مرسته کوي.

یو وخت کوربه انګلستان د جنوبي افریقا خلاف د شپږ ویکټو په زیان ۳۳۹ منډې په ۲۰۱۷ د مې په ۲۴ جوړې کړې وې.

انګلستانی لوبډلمشر این مورګن پر دې لوبغالي د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ له ځان سره لري.

پر دې لوبغالي پاکستانۍ کریکټ لوبډلې ۹ لوبې تر سره کړي دي چې،څلور هغه یې ګټلي هم دي خو افغانستان به لومړۍ لوبه نن تر سره کړي.

پاکستان وروستۍ لوبه د روان کال مې پر ۱۹ پر همدې لیډز لوبغالي له کوربه لوبډلې په ۵۴ منډو وبایلله.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 238 تاريخ : شنبه 8 تير 1398 ساعت: 15:26