مېکل هسي: که افغانستان ۲۸۰ منډې وکړي، پاکستان به مات کړي

ساخت وبلاگ

د اسټرالیا پخواني کيڼ لاسي توپ وهونکي او اوسني کرکټ شنونکي مېکل هسي له کرېک انفو وېب پاڼې سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان لپاره په کار دي چې لوبه له پاکستان وګټي او خپل خفه مینوال خوشحاله کړي.

مېکل وایي افغانستان د انګلستان او هند خلاف خورا اغېزناکې لوبې وکړې، افغانستان ډېر ښه سپېن بالېنګ لري، د بنګله دېش خلاف دولت ځدران موجود و؛ نو ټول بالېنګ سپېنرانو وکړ او ښه توپ اچونه یې وکړه.

د افغانستان ټاپ ارډر توپ وهونکو ته پکار ده، چې ملګرتیا وکړي، ۷۰ یا ۸۰ منډې پکار دي، چې وې یې کړي، البته د مایکل هسي مطلب له ټاپ ارډر اوپننګ او ون ډاون توپ وهونکي دي.

له ټاپ ارډر توپ وهونکو وروسته افغان منځنیو توپ وهونکو ته هم غوره توپ وهنه پکار ده، هسي وایي که افغان منځني توپ وهونکي ښه توپ وهنه وکړي؛ خامخا پاکستان ماتوي.

رښتیا هم مونږ تل ستونزه په توپ وهنه کې لرو، زمونږ منځنۍ توپ وهنه ښه نه چلېږي او هر وخت ریکوایر رن رېټ په اسانۍ نه شي پوره کولای.

خبریال له مایکل هسي پوښتنه کوي، که افغانستان ټاس وګټي باید څه وکړي بال که توپ وهنه؟

مېچل هسي وايي افغان لوبډلمشر باید د هوا حالاتو او د لوبغالي حالت ته وګوري، که لومړی توپ وهنه ښه وه، بیا دې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه وکړي او که لومړی پرې توپ اچونه اغېزناکه وه، بیا دې توپ اچونه وکړي.

دی وایي افغانستان ښه بالېنګ لري او توپ وهنه په برخه کې بیا نجیب الله ځدران منځنۍ برخه کې ښه توپ وهنه کوي.

نوموړی زیاتوي؛ نجیب الله ځدران په شپږم یا اووم نمبر باندې توپ وهنې ته راځي او هغه مشکل حالت ښه درک کوي.

د هسې په وینا، که افغانستان ښه توپ وهنه وکړي، پاکستاني بالرانو ګېرکولای شي.

هغه زیاتوي افغان توپ وهونکي باید ښه ملګرتیا وکړي او محمدنبي بیا خورا ښه سپېن بالېنګ کوي. افغانستان ته په لوبډله کې ډېرو تغیراتو ته اړتیا نشته.

خبریال له مېچل هسي پوښتنه کوي، چې افغان سپېن بالران د اسیايي هېوادونو پر وړاندې ښه توپ اچونه کوي او حال دا چې اسیایي لوبغاړي سپېن بالران ښه لوبوي؟

مېچل هسي وایي دوی باید دا په نظر کې ونیسي، چې مونږ خامخا لوبه ګټو، دا د افغان بالرانو لپاره ښه مهارت دی، دی وایي افغان بالرانو په ځانګړې توګه سپینرانو هندوستان ستونزو سره مخ کړ.

دوی په بالېنګ برخه کې ښه فوم کې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 267 تاريخ : شنبه 8 تير 1398 ساعت: 15:26