د خپل ځان د مدیریت کولو لپاره ۱۰ بېساري پړاوونه

ساخت وبلاگ

ژباړه: عطا محمد میاخېل  

د بدو عادتونو او چلندونو بدلون او د کمزورو ټکو منل، د خپل ځان د مدیریت کولو اساس او بنسټ دی، له دې امله اجازه ورکړئ، ترڅو له دې ۱۰ پړاوونو څخه تېر شو، ترڅو دا اصول په اغېزمنه توګه پیاوړي کړو.

۱ ـــ هغه څه، چې وایئ، د ویلو ډول یې کنټرول کړئ

هغه څه، چې وایئ کنټرول یې کړئ، هغه کلمې چې له خولې څخه مو بهر کېږي، مدیریت یې کړئ. دا یو پېژندل شوی حقیقت دی، چې له خبرو کولو څخه ډېر غوږ نیول، ګټه لري. (په هر حال موږ دوه غوږونه لرو او یوه خوله). دغه راز په یاد ولرئ، چې د نورو په خبرو کې خبره کول او د هغوی خبرې پرې کول، بې ادبي ګڼل کېږي، نو له دې امله باید تصمیم ونیسئ، چې څه وخت باید غوره ده، چې چُپ پاتې شئ او غوږ ونیسئ او دغه راز څه وخت په خپل نظر باندې ټینګار وکړئ. د توازن ساتل، د یوې ښې، اغېزمنې او روانې محاورې کیلي ده، خو که چېرې د دې کار مراعتول درته ستونزمن وي، نو خاموش پاتې شئ.

د بریالیو او نوموتو کسانو یوه ځانګړتیا داده، چې په ظاهره ښه اورېدونکي دي، په حقیقت کې دا چاره د ځان مدیریت کولو زېږنده ده، هغوی د خبرو کولو او خبرو اورېدو ترمنځ په توازن باندې ښه پوهېږي.

۲ ـــ د خپل ځان کنټرول له لاسه مه ورکوئ

د خپل کنټرول له لاسه ورکول، په چټکه توګه توازن د نورو په ګټه له منځه ځي. ډېری کسان د خپلې شتمنۍ او ځواک ډېره برخه د غچ اخیستنې او د خپلې بازار موندې لپاره، د هڅې په خاطر له لاسه ورکوي.

په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې  څېره مو تل د مُسکا او تفکر نښې ولري. که چېرې هېڅکله له خپلې غوسې څخه اندېښنه او یا دغه راز په خپلې غوسې باندې د کنټرول نه شتون ښکاره نه کړئ، نو تل به مو څېره د باور وړ وي او هر څه به ستاسو په کنټرول کې وي، کله چې خپل کنټرول له لاسه ورکړئ، نو هر څه به له لاسه ورکړئ.

له دې امله، له خپل مغز څخه ګټه واخلئ او په یاد ولرئ، هغه څه چې نور یې وایي، فکر کوي او یا یې هم ترسره کوي، ارزښت نه لري، یوازې هغه څه مهم دي، چې تاسو یې ترسره کوئ.

۳ ـــ ستونزمن کار په پیل کې ترسره کړئ

تر ټولو ګټور ټکی، چې د خپلو کلونو تجربې په ترڅ کې مې موندلی دا دی، چې تل باید ستونزمن کار په پیل کې ترسره شي او دا کار ځان انضباطۍ ته اړتیا لري، خو ډېر آسانه دی. ماتې وایي: هغه وروسته ترسره کړه، په هغه کار باندې بوخت شه، چې په زړه پورې او خوندور وي، خو بریا وایي: اوس یې ترسره کړه او کله دې چې پای ته ورساوه، نو د هوساینې او آرامتیا احساس به وکړې.

په احتمالي توګه دا هم د بریالیو کسانو یوه له ځانګړنو څخه ده، چې په پیل کې ستونزمن کار ترسره کوي. که یوازې یو ټکی او پند غواړئ واخلئ، همدا دی، دا کار ډېر زیات مکافات لري او د اروایي فشار (سټرس) د کمښت، د درنښت د زیاتوالي، د بشر د بریا، د ځان د مدیریت کولو، په ځان باندې د کنټرولو لرلو او په پای کې د نېکمرغۍ سبب ګرځي.

۴ ـــ ځان ته مکافات ورکړئ

وروسته له هغې، چې ستونزمن کار مو پای ته ورساوه، نو ځان ته مکافات ورکړئ، چې تمه مو یې لرله، ډېری کسانو د ماشومتوب پرمهال له خپلو والدینو څخه د خوړولو لپاره ترخه درمل او خوږې ژمنې ترلاسه کړې دي، همدا کار د ځان لپاره ترسره کړئ، دا کار د ستونزمن کار د پای ته رسولو او کار ته د دوام ورکولو لپاره یو محرک دی (البته د مکافاتو له اخیستلو څخه وروسته). زما مکافات له یوې ورزشي دورې او له یوې لامبو وروسته دي.

۵ ـــ د وخت د مدیریت له یوه سیستم څخه ګټه واخلئ

وخت ستاسو تر ټولو ارزښتمنه سرچینه ده، ماتې تاسو دې ته هڅوي، چې هغه نالیدلی ونیسئ. همدا اوس له ځانه په رښتینې توګه پوښتنه وکړئ: آیا له خپل وخت څخه مو په سمه او اغېزمنه توګه ګټه اخیستې ده؟ که ځواب منفي وي، ماتې او د خپل ځان مدیریت مو واک ولري.

۶ ـــ د خپل اندام تناسب وساتئ

د ټولې کاري دورې کتنه یو ښه او عاقلانه کار دی، خو د دې کتنو په منځ کې باید اندام مو په ښه حالت کې وساتئ. دغه راز ډېر ځله مو ویلي دي، مغز په روغ بدن کې ډېر ښه کار کوي.

د څو  کلونو په ترڅ کې، ما د پرېښانۍ او اندېښنې څو پړاوونه تجربه کړي دي، خو کله مې چې منظم ورزش ترسره کاوه او بدن مې په مناسب وضعیت کې، ځواکمن او روغ و، هېڅکله پرېښاني او اندېښنه نه راته پیدا کېده. که څه هم له روغتیایي پلوه، زه د نظر د څرګندولو واک او صلاحیت نه لرم، خو کولای شم د خپلو تجربو او ترلاسه پایلو په اړه وغږېږم، له دې امله، د دې لپاره، چې له ژونده ډېر زیات خوند واخلئ، نو خپل بدن مدیریت کړئ.

۷ ـــ له بریده تېری مه کوئ

زه په خوړلو او څښلو مین یم، په دې باندې اعتراف کوم، چې له شته وسوسو څخه خوند اخلم، خو له بریده تېری، چې په هره بڼه وي، د ماتې پیغام دی او پایله هغه څه دی، چې ماتې یې هیله لري، یانې سستي، پرېښاني، مړاوېتوب او ناروغي. په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې په ټولو چارو کې توازن ساتئ.

۸ ـــ له وسوسو، شکونو او لټیو سره مقابله وکړئ

لټي یانې د هغه کار ځنډول، چې باید ترسره شي. ما مخکې ویلي و، چې هېڅ داسې بریالی کس نه شته، چې خپل کار کې یې له ځانه لټي ښودلې وي. لټي او بریا ناشونې ده، چې په هم مهاله توګه له یو بل سره وي. دا کلمې ( همدا اوس یې ترسره کړه) د ځان پارونې یو ستر ځواک دی. دا متل په یاد ولرئ، چې د نن کار سبا ته مه پرېږدئ.

۹ ـــ ځان ته ووایئ، چې زه پیاوړې او ځواکمنه اراده لرم

مه وایئ، چې زه اراده نه لرم او یا زما اراده کمزورې ده، بلکې ووایئ، چې زه یوه ستره اراده لرمه او د دې جملې ویلو ته دوام ورکړئ.

د خپل ژوند شریک او اولاد ته مو ووایئ: ته ستره او پیاوړې اراده لرې. همدا د دې سبب ګرځي، چې هغوی د وسوسو او شکونو په وړاندې مقاومت وکړي، هغه اراده، چې موږ ټول یې غوښتونکي یو، د ځان د مدیریت کولو له لارې موږ ټول کولای شو، چې ترلاسه یې کړو. یوازې د ۳۰ ورځو لپاره یې تمرین کړئ. کله چې ماتې خپلې وسوسې پیل کړې، نو ووایئ، چې زه ستره او پیاوړې اراده لرمه او د دې کار د پایلو له لیدلو څخه به حیران شئ.

۱۰ ـــ په ځان باندې باور وکړئ

افکار، عواطف، خوندونه، غوسه او روحیه مو مدیریت کړئ، ځکه موږ ټول یې د مدیریت کولو وړتیا لرو. دا کوچنۍ سناریو تصور کړئ. ښځه او مېړه د لانجې په حال کې دي، په همدې وخت کې دروازه ټکېږي او دوه تنه دوستان یې د دروازې تر شا ولاړ دي، دا جوړې دا وضعیت څنګه مدیریت کړي؟ هغه څوک چې درواز پرانیزي، خپل افکار، چلند، روحیې  او د څېرې حالت ته بدلون ورکوي او کنټرولوي یې. کله چې مېلمانه کور ته ننوځي، نو په یقین سره یې په ځان کې دا بدلونونه راوستي دي، که څه هم ټولې فضا لږ بدلون کړی دی، خو د دې ځنډ په خاطر، رښتینې غوسه په ناڅاپي توګه کنټرول شوې ده.

لکه څنګه چې وینئ، موږ کولای شو، چې ځان کنټرول کړو، یوازې په دې پورې تړاو لري، چې دې کنټرول ته څومره اړتیا ولرو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 278 تاريخ : شنبه 25 خرداد 1398 ساعت: 21:05