توره لوبیا او پنځه مهمې ګټې یې؛ که نه یې خورئ هم، اوس يې وخورئ

ساخت وبلاگ

ژباړه: نسیمه محمدي

لوبیا یو له با ارزښته او مهمو حبوباتو څخه دي.

کارپوهان باور لري چې د تورې لوبیا اصلي ټاټوبی د مرکزي آمریکا هېوادونه، لکه برازیل، ارجنټاین او پیرو دي. زیاتره بومي ډوله خواړه د تورې لوبیا څخه جوړېږي. له دې لوبیا د نړۍ په مخ ډېری هېوادونو کې ګټه اخېستل کېږي. که د دې لوبیا مینه وال یئ دا مطلب تر پایه ولولئ:

د تورې لوبیا خواص

توره لوبیا دېرې ګټې لري چې ښه درمل هم دي. پوهانو د خپلو څېړنو په پایله کې موندلي دي چې توره لوبیا کې فیبر، پروتین او ډېری وېټامېنونه لکه د Aوېټامین او B6 وېټامین شتون لري. سر بېره پر دې، دا ډول لوبیا د کلسیم، اوسپنې، او منګنیز ښه سرچینه ګڼل کېږي. د سن ديګو پوهنتون یو ډاکټر استیون لرندج، په دې باور دی چې د فلونویېدونو، په ځانګړې توګه آنتوسیانین چې انتې اوکسېداني قابلیت لري، په دې لوبیا کې شته. خو له شک پرته تر ټولو مهمه ځانګړنه یې په لوړه کچه د فولیک اسید او امېګا ۳ غوړو شتون دی.

د زړه سلامتیا

د تورې لوبیا یوه ښېګڼه چې په خپل ورځنيز او اونيز رژپم کې یې شامل کړئ د فیبر په لوړه کچه شتون دی. د فیبر د غلظت زیاته اندازه شتون د وینې کلسترول اندازه کمول دي. سر بېره پر دې لکه چې پورته اشاره وشوه، په دې ډول لوبیا کې غوړ اسیدونه او امېګا ۳ ډوله غوړ شتون لري. په ۲۰۰۵م کال کې په Daily Health مجله کې یوه مقاله خپره شوه چې په هغې کې د امېګا ۳ غوړو او د زړه ناروغۍ لکه مغزي سکته او د شریانونو تصلب تر منځ د خطر د کمېدو اړیکه ثابته شوې ده. په همدې دلیل روغتیا پالان توره لوبیا هغو کسانو ته چې د زړه په ناروغۍ اخته دي توصیه کوي.

د سرطان څخه مخنیوې

د نورو حبوباتو په څېر، دا ډول لوبیا د فلونویېدو له نظره کولای شي، د سرطان خاصو ډولونو په مخنیوي کې مرسته وکړي. په توره لوبیا کې ۸ ډوله بېلابیل فولنویېدونه شته چې له دې ډلې درې ډوله یې د آنتوسیانین دنده لري. فلونویېدونه د فیتونوتيتي رنګ د تولید رنګدانې دي. که د انتي اکسیدان په بڼه په بدن کې د ناروغیو سره د مبارزې لپاره او د آزادو رادیکالونو په شکل عمل کوي. آنتوسیانین هم د سرطان د له منځه وړلو لپاره غوره دي، ځکه د سرطاني حجرو د مرګ لامل ګرځي. آنتوسانین سره له نورو قوي خوړو، توره لوبیا د سرطان سره د مبارزې لپاره په یوې سلاح بدله کړې ده.

د هاضمې سيستم دردونو لپاره مسکن

توره لوبیا د هاضمې سیستم ستونزو او ناروغیو لپاره غوره خواړه ګڼل کېږي، ځکه چې دا خواړه د زیاتې اندازې فېبر او پروتین لرونکي دي. فېبر او پروتین په هضمې کانال کې د خوړو په حرکت کې مرسته کوي. چې دا ټکې د قبضیت څخه د مخنیوي لپاره، چې د هاضمې سیستم له عامو ناروغیو ده، لامل شي. یو بل دلیل چې د دې لوبیا هضم نسبت نورو ډولونو ته ژر تر سره کېږي، د هغې کوچنیوالی دی.

د جنسي اختلالاتو درملنه

په وروستیو کلونو کې پراخو څېړنو ښودلې چې توره لوبیا، د مولیبدن په نوم یوه نایابه ماده لري. مولیبدن په مختلفو دلایلو اهمیت لري له هغې ډلې کولې شو د سلفیتونو تجزیه او له منځه وړلو ته اشاره وکړو. سلفیتونه اسيدي ترکيبونه دي چې په شراب، وچه مېوه او ځينو نورو سزيجاتو کې شتون لري، چې ډېری خلک یې له اغېز سره حساس دي او د سردرد او جنسي اختلال سره تړاو لري. په توره لوبیا کې شته مولیبدن دا اثرات خنثا کوي. چې کولای شي د جنسي اختلالاتو په درملنه کې مرسته وکړي.

د عصبي سیستم پیاوړتیا

د امینو اسیدونو او مولیبدن په وړاندې کولو سره، دا لوبیا کولای شي د عصبي سیستم په ښه کړنه کې مرسته وکړي. همدارنګه دا لوبیا زیاته اندازه د وېټامین B9 درلودونکي دي. B9 وېټامین، د عصبي سیستم د اړتبا وړ امېنو اسیدو په تنظیم اثر لري. څېړنو ښودلې ده چې د وېټامین B9 یا فولات کمښت د هوموسسټين د سطحې لوړېدو لامل ګرځي، چې د آلزایمر او پارکینسون ناروغیو لپاره یوه وړاندوینه واوسي. په غذايي رژیم کې د دې لوبیا اضافه کول د دې ناروغیو د مخنیوي سبب ګرځي.

سرچینه:asanteb.com

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 279 تاريخ : شنبه 25 خرداد 1398 ساعت: 21:05