د ټرمپ لور او زوم تېر کال ۱۳۵ میلونه ډالر ګټه کړې؛ له کومه يې کړې؟!

ساخت وبلاگ

سپينې ماڼې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لور ایوانکا ټرمپ او زوم جیریډ کیشنر د تېر کال د ګټې وټې راپور خپور کړی او ویلي يې دي، چې یادې جوړې تېر کال ۱۳۵ میلونه عاید درلود.

د راپور په اساس، د ټرمپ د لور او زوم د عاید سرچینې، د هغوی شخصي ملکیتونه، کورونه، کمپنۍ او هټۍ دي.

د ټرمپ لور یواځې تېر کال څه کم ۴ میلونه ډالره د سپنې ماڼې لاندې کوڅه کې یو د یو وړوکي هوټل څخه ترلاسه کړي، چې بهرني ډیپلوماتان به پکې راټولیدل. په ټرمپ نیوکه هم همدا ده، چې د بهرني حکومتونو په تاديې (Payments) سره قوانین تر پښو لاندې کړي.

د ټرمپ د لور د عاید بله لویه سرچینه د هغې د فیشن او سیمسارۍ یوه کمپنۍ وه، چې د میرمنو لاسي بکسونه، بوټان او اړوند شیان پلوري. تېر کال د فیشن دې کمپنۍ د وړم کال په پرتله ډیره ګټه نه وې کړې، بلکې ګټه يې کمه شوې ده. د ټرمپ لور ایوانکا تېر جولای اعلان وکړ، چې غواړي د فیشن کمپنۍ وتړي او په ځای يې د خپل پلار سره په سپينه ماڼۍ کې کار وکړي.

د ټرمپ لور د خپل کتاب چې (ښځې چې کار کوي: د بریالیتوب د اصولو بیا لیکل) نومیږي، تر دوه نیمو لکو ډیر ډالر ګټلي. د ټرمپ لور ویلي وه، چې د کتاب پيسې به خیرات کړي.

د ټرمپ د زوم د عاید سرچینه بیا په نیویارک کې هغه اپارتمانونه دي، چې په کرایه يې ورکړي. د نوموړي ځينې پیسې د خپلې کورنۍ سره د شریکې کمپنۍ څخه هم برخه شوي.

د ټرمپ د زوم په کمپنۍ یو شمیر پخوانیو او اوسنیو کرایګرو عاریضه کړې او ویلي يې دي، چې اپارتمانونه يې زاړه، له شور او دوړو ډک دي. د کیییشنیر کورنۍ وايي، دا ادعاوې بې اساسه دي.

ګارډین ته ځینو سرچینو دا هم ویلي، چې د ټرمپ زوم تر ۹۰ میلونه ډالرو پورې بهرنۍ مرستې هم ترلاسه کړي؛ خو د ټرمپ زوم ته نږدې سرچېنې په دې اړه څه نه وايي.

کله چې د ټرمپ لور له خپل پلار سره د ۲۰۱۷ په مۍ کې سعودي ته تللې وه؛ د سعودي او عرب اماراتو حکومت ورسره په ګډه د ۱۰۰ میلونه ډالرو مرستې ژمنه کړې وه، چې د ټرمپ لور به يې په ښځینه متشبیثینو مصرف کړي.

د یادونې ده، چې د ټرمپ زوم او لور دواړو د خپلو کمپنیانو له مشرۍ استعفاوې ورکړي او اوس له ډونالډ ټرمپ سره افتخاري (بې معاشه) مشاورین دي.

د سپېنې ماڼۍ د دفتر پخواني مشر جان کیلي ويلي، چې د ټرمپ کورنۍ د سپينې ماڼۍ د کارکونکو په مقررۍ کې مداخله کوي او ځينې خلک ادل بدل کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 397 تاريخ : شنبه 25 خرداد 1398 ساعت: 21:05