په DON3 فلم کې به دا ځل د شاه رخ خان ځای رنبیر کپور ونیسي

ساخت وبلاگ

د هندي سینما ځوان ستوری رنبیر کپور چې په چاکلیټي هیرو هم مشهور دی، ډېر ژر به د بالیوډ سینما نوی (DON) شي.

رپوټونه وایې چې دا ځل به د جرمي جنګي فلم (DON) کې د شاه رخ خان پر ځای رنبیر کپور لوبیږي.

تر دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوی وه چې شاه رخ خان به اخري ځل په خپل کامیاب فلم سریز په دریم فلم کې Don3 کې راښکاره شي، خو اوس ویل کیږي چې ځای رنبیر کپور نیولی.

فلم فیئر د معلوماتو له مخې، چې رنبیر کپور به د ډان سریز په دریم فلم کې د شاه رخ خان پر ځای راښکاره شي.

د ډان سریز د شاه رخ خان مشهور فلم سریز دی چې په لومړیو دواړو کې یې شاه رخ خان کار کړی.

د دې تر څنګ ویل شوي چې په ډان دریم فلم کې به نه یوازې مرکزي هیرو بدل شي بلکي دا ځل به د دغه فلم لارښود هم بدل شي او د لارښوونې چارې به یې مشهور فلم هدایت کار راج کمار هیراني مخته یوسي.

تر دې وړاندې د DoN فلم سریز دواړو فلمونو لارښود فرحان اختر وه.

داسې خبرونه له مخکې خپاره شوي وه چې دا ځل به (ډان) فلم کې د پریانکا چوپړا ځای بلې فلم ستورې ته ورکړل شي خو دا چې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویل شوي معلومیږي چې د فلم ډلګۍ پوره شوې نه ده.

معلومات داسي دي چې دغه فلم به د شاه رخ خان د فلم پروډکشن کمپنۍ (ریډ چلي) په بینر باندې ریلیز شي.

که څه هم تر اوسه د فلم ټيم د ډان دریم فلم په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو داسې اټکل کیږي چې په راتلوونکو څو اوونیو کې به د دغه فلم مکمله ډلګۍ اعلان شي او د ریلیز تاریخ به یې هم په ډاګه شي.

د یادولو ده چې د (ډان) فلم سریز لومړی فلم په کال ۲۰۰۶ کې د سینما پر پردو نندارې ته وړاندې شوی وه، په دغه فلم کې شاه رخ خان، پریانکا چوپړا، ارجن رامپال، بومن ایراني او اوم پوري په شمول یو شمېر نورو لوبغاړو کار کړی و.

په حقیقت کې دغه فلم د ۱۹۷۸ کال ریلیز شوی بالیوډ ایکشن فلم (ډان) بیاجوړونه یا ریمیک وه.

۱۹۷۸ کال کې ریلیز شوی فلم د امیتاب بچن فلم وه،  هغه فلم د سلمان خان پلار سلیم خان او د فرحان اختر پلار جاوید اختر جوړ کړی وه.

خو کله چې وکتل شوه چې د دغه فلم ریمیک ډان کامیاب شوه نو تر هغې وروسته یې په ۲۰۱۱ کال کې بله دویمه برخه هم بازار ته وړاندې شوه.

په دویم فلم کې هم د شاه رخ خان تر څنګ پریانکا چوپړا راڅرګنده شوه خو په نور ډله کې یې لارا دتا، هرتیهک روشن، کنال کپور، اوم پوري او بومن ایراني شامل وه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 280 تاريخ : پنجشنبه 23 خرداد 1398 ساعت: 21:52