نړیوال جام؛ ځوان ویکيټ ساتونکی اکرام علی خېل وپېژنئ

ساخت وبلاگ

اکرام علیخېل په افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله کي مشهور او کلیدي لوبغاړی پاته سوی او یوازي څو ورځي مخکي په نړیوال جام کي د شهزاد محمدي پر ځای د افغان ملي لوبډلي سره یو ځای سو.

اکرام د ۲۰۰۰میلادي د سپټمبر میاشتي پر ۲۹مه نېټه په افغانستان کي زېږېدلی دی.

نوموړی چپ لاسی ویکټ کیپر توپ وهونکی دی ، چي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کي د افغانستان له ملي لوبډلي سره یو ځای سو.

اکرام په کورني کرکټ او ۱۹ کلنه لوبډله کي 

۱۸ کلن علیخېل په کورني کرکټ کي خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د بندامیر زون لپاره د ۲۰۱۷ کال سپټمبر میاشت کي په شپږیزه لیګ کي ترسره کړه ، وروسته هغه ۱۹ کلني لوبډلي ته د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام سېالیو پر مهال راستون سو ، هغه همدارنګه د ۲۰۱۷ کال ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیاجام په پایلوبه کي نه ماتېدونکې سلیزه هم ترسره کړه چي په مټ یې افغانستان د لومړي ځل لپاره اسیا جام خپل کړ.

د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کي هغه د ۲۰۱۸ کال ۱۹ کلنو نړیوال جام سېالیو لپاره د افغان ۱۹کلنو ځوانانو د لوبډلي برخه سو.

ځوان لوبغاړي اکرام خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه د ۲۰۱۸ کال احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سېالیو پر مهال د سپین غر لوبډلي په ګټه ترسره کړه ، وروسته نوموړي د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۱۰مه نېټه د غازي امان الله خان یو ورځنیو سېالیو پر مهال خپله لومړۍ لیسټ اې لوبه د سپین غر لپاره ترسره کړه.

د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کي هغه په لومړي پړاو افغان کرکټ لیګ کي د بلخ لوبډلي برخه وګرځېد او هلته یې ځانته ځای خپل کړ.

Ikram-Ali-Khil-of-Afghanistan-celebrates-his-half-century.JPG

نړیوال کرکټ

د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کي اکرام د ۲۰۱۸ کال اې سي سي (ACC) ایمرجینګ اسیا کپ سېالیو لپاره په افغان ۲۳ کلنه لوبډله کي غوره سو.

د ۲۰۱۹ کال په فبروري میاشت کي اکرام د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره په هند کي د ایرلینډ خلاف کېدونکي یواځنۍ ټسټ او د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په نوملړ کي شامل سو.

هغه خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ایرلیند خلاف د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتي پر دوهمه نېټه ترسره کړه او خپله لومړۍ ټسټ لوبه یې د همدې میاشتي پر ۱۵مه نېټه د ایرلینډ خلاف ترسره کړه.

د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتي پر ۶مه نېټه هغه په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کي لوبېدونکي افغان ملي لوبډلي ته د ټپي سوي افغان لوبغاړي محمد شهزاد پر ځای ور اضافه سو.

د اکرام د یو ورځنیو لوبو کارکردګي

اکرام علیخېل په روان ۲۰۱۹ کال کي د افغانستان د ملي لوبډلي غړی سوی چي تر اوسه یې د افغانستان ملي لوبډلي لپاره یوازي ۳ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي چي یادو لوبو کي یې ۸ منډي جوړي کړي او یو ځلي ناسوځېدلی پاته سوی او همدارنګه یې یو سټمب هم ترسره کړی.

ټسټ لوبي

اکرام د افغانستان ملي لوبډلي لپاره یوازي یوه ټسټ لوبه ترسره کړې چي هغه لوبه کي ۷ منډي جوړي کړي ، او د ویکټ ساتني په برخه کي یې په همدا لوبه کي څلور کېچونه ترلاسه کړي او یو سټمب یې ترسره کړی.

فرسټ کلاس

اکرام په ۱۱ فرسټ کلاس لوبو کي ۴۷۴ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کي يې تر ټولو ډیري منډي ۱۰۳ دي او ټولټال یوه سلیزه او ۲ نیمه سلیزي لري .

همدارنګه په فرسټ کلاس سېالیو کي یې د ویکیټ ساتني په برخه کي ۲۹ کېچونه ترلاسه کړي او ۴ سټمب یې ترسره کړي.

لیسټ اې(List A)

علیخېل تر دا مهاله ۸ لیسټ اې لوبي ترسره کړي چي یادو لوبو کي یې ۱۶۸ منډي جوړي کړي او په ترسره کړو منډو کي یې ۲ پنځوسیزي شاملي دي.

GettyImages-911542282.jpg

روان ۲۰۱۹ نړیوال جام

دا به اسانه نه وي چي ۱۸ کلن اکرام دي د باتجربه لوبغاړي محمد شهزاد تشه ډکه کړي خو هغه تر جام وړاندي د ایرلینډ خلاف له پنځو لوبو څخه يې په دوو لوبو کي د افغانستان ملي لوبډلي لپاره لوبېدلی ښايي دا ورسره څه نا څه مرسته وکړي .

هغه همدا راز د ۲۰۱۷ کال ۱۹ کلنو اسیا جام سېالیو پر مهال د افغان ۱۹ کلنو لوبډلي کلیدي لوبغاړی پاته سوی چیري چي يې په پایلوبه کښي د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه هم خپله کړې وه.

اکرام د ویکټ ساتني کافي تجربه لري هغه له راشد سره د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام لوبولی او توانېدلی وو چي د هغه توپونه ښه مهار کړي ، دلته په روان ۲۰۱۹ نړیوال جام کي اکرام ته یوه ستره موقع په لاس ورغلې چي پر ځوان لوبغاړو د باور نتیجه ښه ثابته کړي او ددې تر څنګ کومه وړتیا چي لري هغه نړۍ ته وړاندي کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 314 تاريخ : پنجشنبه 23 خرداد 1398 ساعت: 21:52