په ګډ ژوند کې د یوه نارینه د بریالي اوسېدو لپاره ۲۰ مهم ټکي

ساخت وبلاگ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په دې برخه کې د نېکمرغه اوسېدو او د یوه خوښې وړ نارینه اوسېدو لپاره په ۲۰ اصلي تګلارو باندې رڼا اچوو. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.

۱ ـــ کور ته د راګرځېدو پرمهال له هغې سره د ښو کلمو پرمټ خبرې پیل کړئ. کله چې له دندې یا سفر څخه بېرته کور ته را ګرځئ، نو سلام پرې واچوئ او په ښه توګه یې د حالت پوښتنه وکړئ.

۲ ـــ تل هغې ته په مینې سره وګورئ. حضرت نبي کریم (ص) فرمایلي: کله چې خاوند خپلې مېرمنې ته په مینې سره وګوري، نو کور یې له مینې، محبت او رحمت څخه مالامال کېږي.

۳ ـــ له خپلې مېرمنې سره مینه او ورته پام وکړئ. لویان مُسکا یوه غیر مادي خوشالي بښونکې ډالۍ ګڼلې ده، هغه ډالۍ، چې د انسان له زړه څخه را بهر کېږي.

د اسلام په مبارک دین کې نورو ته مُسکا کول صدقه ګڼلې شوې ده. په مینې او محبت سره خپلې مېرمنې ته دا اجازه ورکړئ، چې د ځان په اړه ستاسو احساسات درک کړي.

۴ ـــ خپلې مېرمنې ته ووایئ، چې ورسره مینه لرئ. پام، مُسکا او مینه کول ښه دي، خو هر وخت خپلې مېرمنې ته په مینه ناکو کلمو سره دا ویل، چې ورسره مینه لرئ، نو ډېره غوره دي.

۵ ـــ خپله مېرمن ښکل کړئ، ښکلول د مینې د ښکاره کولو تر ټولو آسانه او ساده تګلاره ده. له کور څخه تر وتلو مخکې او کور ته تر راتګ وروسته خپله مېرمن ښکل کړئ.

هېڅ ستونزه نه شته، چې ماشوم مو له یو بل سره ستاسو مینې او لېوالتیا ته متوجه شي. هغه ماشومان، چې د یو بل په اړه د خپل مور او پلار د مینې او لېوالتیا په اړه پوهېږي، نو تل به ډېر کم اروایي فشار او د خوندیتوب ډېر احساس ولري.

۶ ـــ له خپلې مېرمنې سره دوه اړخیزه لوبې او بوختیاوې ولرئ. له یو بل سره مسابقه وکړئ، دوه کسیزه فکري لوبه او یا هره له شور او هیجان ډکه تفریح، چې خوښېږي مو، ترسره یې کړئ او کور ته مو انرژي، خوشالي او صمیمیت راولئ.

۷ ـــ له خپلې مېرمنې سره وخت تېر کړئ، دا د ګډ ژوند د روزولو لپاره تر ټولو غوره کار دی او جوړې یو بل ته سره نږدې کوي. هغه خپل د خوښې وړ رسټورانټ ته بوځئ. کولای شئ، په هغه صورت کې، چې د مېرمنې مو خوښېږي، نو یوه ورځ په طبیعت کې په ګډه تېره کړئ.

۸ ـــ له هغې څخه ملاتړ وکړئ، کله وخت غمجنه، خواشینې، ستړې او ناروغه وي او ستاسو مینې او ملاتړ ته اړتیا لري. اوښکې یې په مینې سره پاکې کړئ او ورسره د زړه خواله وکړئ.

۹ ـــ د کور په هر کار کې ورسره مرسته وکړئ، په یاد مو وي، چې د کور کارونه یوازې په مېرمنې پورې مو تړاو نه لري. حتا که مېرمن مو په کور کې هم وي او کومه دولتي دنده هم ونه لري، نو د کور ټول کارونه او مسؤولیتونه په یوازې توګه ترسره کول، ډېر ستونزمن، درانده او ستړي کوونکي دي.

۱۰ ـــ لږ تر لږ یو وخت خواړه له خپلې مېرمنې او اولادونو سره وخورئ، حتا که ډېر بوخت هم یاست، نو هڅه وکړئ، چې یو وخت ډوډۍ له خپلې کورنۍ سره وخورئ او د ورځنیو مسایلو په اړه له یو بل سره خبرې وکړئ. دا کار تاسو یو بل ته سره نږدې کوي.

۱۱ ـــ مېرمنې ته مو په ښو او په زړه پورې نومونو سره غږ وکړئ، که مېرمنې ته مو په ښو نومونو سره غږ وکړئ، نو متوجه به شئ، چې هغه څومره خوشاله او ځواب ورکونې ته لېواله ده.

۱۲ ـــ له هغې سره خبرې وکړئ، له هغې سره د ښو احساساتو او خاطرو او دغه راز د لېوالتیاوو په اړه یې وغږېږئ، له هغې سره د خبرو لپاره وخت په پام کې ونیسئ، خواشینونکې خبرې یوه مناسبه وخت ته پرېږدئ.

۱۳ ـــ خوشاله او مُسکي واوسئ. کله چې له خپلې مېرمنې سره خبرې کوئ. خوشاله او  مُسکي واوسئ او دوستانه او نارینه چلند وکړئ، څه په دوه کسیزو خبرو اترو او څه د نورو په وړاندې د هغې په لیدو سره مُسکا او خوشالي څرګنده کړئ.

۱۴ ـــ رښتیني واوسئ او هېڅکله دروغ مه ورته وایئ، که له هغې سره رښتیني ونه اوسئ، نو مېرمن به مو په تاسو باندې باور ونه کړي. تل حقیقت ورته ووایئ.

۱۵ ـــ مشوره ورسره وکړئ، اجازه ورکړئ، چې مېرمن مو دا احساس کړي، چې نظریات یې ستاسو لپاره د ارزښت وړ دي. که هغه په کوم څه کې ستاسو په پرتله ښه او غوره نظر لري، نو په خپله تصمیم نیونه باندې له سره کتنه وکړئ.

۱۶ ـــ له هغې څخه د زیار او زحمتونو په خاطر یې مننه وکړئ. له هغې څخه په خپل ګډ ژوند کې مو د ټولو ښو کارونو او زحمتونو په خاطر مننه وکړئ. دا کار د هغې په ځان باندې باور زیاتوي.

۱۷ ـــ د خپلې مېرمنې لپاره ډالۍ واخلئ. کله نا کله د خپل توان په کچه خپلې مېرمنې ته ډالۍ واخلئ او له ځانه سره یې کور ته راوړئ، اړینه نه ده، چې هرومرو ډالۍ مو لوړ بیه وي، خو داسې څیز وي، چې د خوښې وړ یې وي.

۱۸ ـــ منطقي غوښتنو ته یې درنښت وکړئ. په دې باندې ځان پوه کړئ، چې مېرمن مو هم خپل او خپلوان لري، چې اړتیا لري، له هغو سره خبرې وکړئ، لېوالتیاوې او بوختیاوې لري، چې خوښېږي یې وې څاري، د دې کارونو ترسره کولو ته یې وهڅوئ او د اړتیا په صورت کې ورسره ملتیا وکړئ.

۱۹ ـــ په جنسي اړیکه کې هم له خپلې مېرمنې سره مینه او دغه راز هغې ته درنښت په پام کې ونیسئ. هڅه وکړئ، چې په جنسي اړیکه کې هم د خپلې مېرمنې غوښتنې په پام کې ونیسئ او ورته درنښت وکړئ.

۲۰ ـــ تر ټولو غوره څیزونه ورته وغواړئ، له الله (ج) څخه تل وغواړئ، چې غوره څیزونه ور په برخه کړي.

دا مه هېروئ، چې معنویت د ننني بشر د ژوند یوه مهمه برخه ده، ترڅو له زیانونو، سختیو او ستونزو څخه خوندي پاتې شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 381 تاريخ : پنجشنبه 23 خرداد 1398 ساعت: 7:51