د ارګ ماڼۍ څخه سرچينې خبر ورکوي چي افغان ولسمشر محمد اشرف غني به په رسمي سفر انګلستان ته ولاړسي او هلته به د افغانستان او انګلستان لوبه هم له نيږدې ننداره کړي.
ټاکل سوې افغان ولسمشر به د انګلستان له لومړۍ وزيري تريزامې او ځينو وزارتونو له وزيرانو سره هم وګوري.
تر ليدنو کتنو وروسته به محمداشرف غني د منچسټر د اولډ ټرافورډ لوبغالي ته ځي او هلته به د افغانستان او انګلستان لوبه د نيږدې ننداره کړي.
د نړيوال جام په لړ کي افغانستان د انګلستان سره راتلونکې سه شنبه د جون مياشتي په ۱۸مه نيټه خپله پنځمه لوبه ترسره کوي،چي تر اوسه پوري افغان لوبډلي خپلي درې واړه ترسره سوي لوبي بايللي.
تر دې وړاندي افغان ولسمشر په نړيوالو لوبو کي د ملي لوبډلي د ملاتړ په موخه لوبغالو ته تللی خو په دومره لوړه سطحه لوبو کي يې تر اوسه ګډون ندی کړی.
د ولسمشر غني دا سفر به د لوبي کتلو ترڅنګ لوبډلي ته قوي مرال ورکړي.
د کريکټ ملي لوبډله چي په وروستيو کي د تغيراتو،د لوبغاړو د شکايتونو او ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان ده د يوښه بيرته راتګ خبر يې ورکړی.