د سعودي پر یو هوایي ډګر د یمني حوثیانو برید کې ۲۶ مسافرین ټپیان شوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۸) : د یمني حوثیانو لخوا د سعودي پر ابها هوایي ډګر د توغندویي برید له امله ۲۶ مسافرین ټپیان شوي دي.

د سعودي دولتي اژانس د راپور له مخې، دا برید نن سهار وخته د ایران پلوه یمني حوثي وسله والو لخوا د سعودي عربستان پر ابها ښار توغندویي بریدونه شوي وو.

په راپور کې راغلي، چې یو توغندی د ابهار ښار د هوایي ډګر پر هغه سیمې لګیدلې، چیرته مسافرین له الوتکې څخه را ښکته کیدو وروسته د وتلو په حال کې و.

ځایی امنیتي مسوولینو ویلي، چې په دې برید کې د بیلاو بیلو هیوادونو ۲۶ مسافرین ټپیان شوي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سعودي په مشرۍ د پوځي اتحاد ویاند ویلي، چې ددې برید سخت ځواب به ورکړل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 260 تاريخ : پنجشنبه 23 خرداد 1398 ساعت: 7:51