افغانستان د سعودي پر یو ملکي هوایي ډګر د یمني حوثیانو برید وغندلو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۸) : د افغانستان حکومت د یمني حوثي وسله والو پر سعودي عربستان هغه برید په کلکه غندلی، چې په ترڅ کې يې لسګونه مسافرین ټپیان شوي دي.

د سعودي دولتي اژانس د راپور له مخې، دا برید نن سهار وخته د ایران پلوه یمني حوثي وسله والو لخوا د سعودي عربستان پر ابها ښار توغندویي بریدونه شوي وو.

په راپور کې راغلي، چې یو توغندی د ابهار ښار د هوایي ډګر پر هغه سیمې لګیدلې، چیرته مسافرین له الوتکې څخه را ښکته کیدو وروسته د وتلو په حال کې و.

ځایی امنیتي مسوولینو ویلي، چې په دې برید کې د بیلاو بیلو هیوادونو ۲۶ مسافرین ټپیان شوي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهویت د سعودي عربستان په جنوب کې پر ملکي هوایي ډګر د حوثي یاغیانو راکټي برید چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي، په سختو ټکو غندي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا د دعا ترڅنګ د سعودي عربستان دولت او خلکو ته د خواخوږۍ او یووالي مراتب وړاندې کوي او  له افراطیت او تاوتریخوالي ډکې کړنې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه بولي.

بلخوا د طالبانو د ملا رسول ډلې د عالي شورا پخوانی غړی او ویاند مولوي عبدالرحمن نیازي هم دغه برید په کلکه غندلی دی.

هغه په یوه بیان کې ویلي، موږ دغه عمل غير اسلامي غير انساني بولو او دغه حمله په عالم اسلام حمله بولو.

ده ویلي، دافغانستان  مجاهد ولس به دحرمينو دفاع ته تل اوقرباني ته حاضر وي اودهر طاغوت په مقابله چي حرمينوته نقصان رسوي په ځان فرض بولي اودافغانستان ولس به تل دسعودي دحکومت او خلکوپه خوا ولاړ وي

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 241 تاريخ : پنجشنبه 23 خرداد 1398 ساعت: 7:51