سریلینکايي بالر پرادیپ د ټپ له امله د بنګلدېش خلاف لوبه له لاسه ورکړه

ساخت وبلاگ

لیکنه : عبدالله عادل

سریلانکايي چټک توپ اچوونکي نووان پرادیپ تېره اونۍ د سریلانکا لپاره د نړیوال جام په یوه مهمه لوبه کي د افغانستان خلاف د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو ، په هغه لوبه کي پرادیپ د ۳۱ منډو په ورکولو سره د افغانستان پنځه لوبغاړي اوټ کړل .

د بنګلدېش خلاف تر لوبي مخکي تېره ورځ یکشنبه نووان د تمریناتو پر مهال خپله کوچنۍ ګوته خوږ کړې او د بنګلدېش خلاف یې سبا سه شنبه ترسره کېدونکي مهمه لوبه له لاسه ورکړه.

د سریلانکا لوبډلي منېجر اسانتا ډي میل دا ومنل چي هغه به د سریلانکا په سبانۍ لوبه کي د بنګلدېش خلاف ونه لوبیږي.

اسانتا: ” پرادیپ به د بنګلدېش خلاف راتلونکي لوبه کي د سریلانکا لوبډلي برخه ونه اوسي، هغه به یوې اونۍ استراحت ته اړتیا ولري تر څو بیرته روغ او لوبدلي ته راوګرځي“

همدا راز ددې لوبډلي د بل لوبغاړي تیریماني په اړه هم وېره وه چي د تمریناتو پر مهال یې په پښه کي ستونزه احساس کړې ، لیکن د بورډ لخوا د هغه موجودیت او یا نه موجودیت په اړه څه ندي ویل سوي.

د سریلانکا مخکنۍ لوبه چي د پاکستان خلاف ترسره کېدونکي وه د باران له امله په مساوي توګه پای ته ورسېده ، اوس به د سریلانکا لوبډله د مشرفي مرتضی د لوبډلي خلاف سبا ماپښين ۲ بجې لوبه ترسره کړي.

نووان پرادیپ د ملینګا ، لکمل او پریرا تر څنګ د سریلانکا یو له کلیدي توپ اچوونکو څخه دی چي ورباندي د ښې توپ اچووني حساب کیږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 262 تاريخ : سه شنبه 21 خرداد 1398 ساعت: 7:13