افغان ملي امنیت سلاکار وایي، له واشنګټن څخه ابوظبۍ ته تر ستنیدو وروسته یې هلته له ولسمشر غني سره له نیږدې لیدل وشول او ورته یې وویل، چې که د ده خبرې ورته ستونزه جوړوي، استعفا ته حاضر دی.
محب وایي: ولسمشر غني مې استعفا لازمه ونه ګڼله!
د خبرو پایله څه شوه؟
محب په واشنګټن کې د خپلو پارونکو خبرو د پایلو په تړاو وایي، چې دغو خبرو د افغانستان پر امنیت کوم تاثیر نه دی کړی.
د ده په وینا امریکا اوس هم د پخوا په شان له افغانستان سره امنیتي همکارۍ لري، خو د امنیتي دیپلوماسۍ په سطحه یادو خبرو اغېز لرلی او شخصاً له ده سره د امریکا د امنیتي چارواکو اړیکه نشته.
ده وړاندې دا هم وویل، چې د خبرو په پایله کې یې هغه اندیښنې تر یوه ځایه حل شوي، چې د افغان سولې په تړاو یې د امریکا د رول په اړه لرلې.
افغان ملي امنیت سلاکار هیله مندي ښيي، چې د افغانستان او امریکا یا د ده او امریکا ترمنځ رامنځته شوی ټکر به هم حل شي.
سوله د دولت صلاحیت دی
حمدالله محب دا هم وویل، چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو خلاف نه دی، ځکه په خبره یې دغه هېواد هم د افغان جګړې له درې ګونو اړخونو څخه یو اړخ دی.
د ده په ټکیو امریکا له طالبانو سره خپلې خبرې لري، چې باید ویې کړي، خو کومې خبرې چې افغان دولت یې باید له دغې ډلې سره وکړي، امریکا دې هغه نه کوي.
محب ټینګار کوي، چې د افغانستان اساسي قانون د سولې او جګړې په اړه پریکړه د دولت حق ګڼلی او دوی پر دغه حق ټینګار کوي.
هغه افغانستان په اقتصادي لحاظ بهرنیانو ته محتاج ګڼي او وایي نه یوازې دولت؛ بلکې طالبان له بهرنیو مرستو پرته ان د سولې مذاکراتو لپاره د خپل پلاوي د الوتکې لګښت نه لري.
له پاکستان سره اړیکې
حمدالله محب له وسله والو طالبانو غواړي، چې پاکستان او نورو بهرنیانو سره د خپلو اړیکو وضاحت ورکړي.
دی له طالبانو سره د امریکا د خبرو پر څلورو عمده ټکیو( د بهرنیانو ځواکونو پر وتو، له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پرې کیدو، له افغان حکومت سره د مخامخو خبرو او اوربند) په اړه د بحث پر وخت وایي، چې دې ټولو نه دا مهم بحث دی چې د طالبانو د تمویل سرچینې روښانه شي.
محب وایي له پاکستان سره د افغان حکومت د ستونزو له حل پرته سوله ممکنه نه ده، ځکه خو هم ده څه موده مخکې پاکستان ته سفر وکړ او هم ولسمشر غني په سفر ور روان دی.
دا لوړپوړی افغان چارواکی زیاتوي: د طالبانو او پاکستان اړیکې په ثبوت رسیدلي، طالبان د پاکستان له تمویل او ملاتړ پرته یوه ورځ هم جګړه نه شي کولای!
د محب په وینا پاکستان د خپل اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره هم مجبور دی څو له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.
له دې سره هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې پاکستان اوس هم له افغانستان سره نا اعلان شوی جنګ لري کنه؟ وویل: ترهغې چې په افغانستان کې جګړه وي، دا اعلان شوی یا نا اعلان شوی جنګ به دوام ولري.
د ډیورنډ کرښې بحث
افغان ملي امنیت سلاکار وایي پاکستاني چارواکي اوس هم په هره ناسته کې د ډیورنډ کرښې په اړه افغان پلاوي سره بحث مخته کول غواړي، خو په وینا یې د دوی ټینګار دا وي، چې د افغانستان ستونزه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نه؛ بلکې د پاکستان تر واک لاندې مهمو ښارونو کې ده.
هغه د کوټې شورا له یادولو سره وایي، چې د طالبانو مهم مشران په کوټه، کراچۍ او پېښور کې خوندي پناه ځایونه لري.
ایران او افغان جګړه
افغان ملي امنیت سلاکار وایي ایران هم له طالبانو سره اړیکې لري، خو په وروستیو کې دوی محسوسه کړې، چې یاد شوی هېواد په افغانستان کې خپلې ګټې د یوه جمهوري نظام په چوکاټ کې ګوري.
د ده په وینا نه یوازې ایران او پاکستان؛ بلکې ټول سیمه ییز هېوادونه او خپله افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اړیکې لري.
دی وایي: زموږ ملي امنیت همېش له طالبانو سره اړیکې لرلې. طالبان یوازې د دوحې یوه ګروپ پورې محدود نه دي، موږ دوی سره د مري له ناستې پرته بله کومه رسمي ناسته نه ده لرلې، خو د پردې شاته منظمې اړیکې ورسره لرو.
پسرلی او جګړه
حمدالله محب د روان جنګي موسم په اړه وایي، چې افغان ځواکونو څخه نه یوازې سیمې سقوط شوي نه دي؛ بلکې یو شمېر ولسوالۍ یې هم بیرته له وسله والو طالبانو نیولي.
هغه څه چې د ده په وینا د تېرو کلونو د جګړې د شدت په دغه موسم کې برعکس ول.
دی همدا شان له جزیاتو پرته وایي، چې د طالبانو پر تلفاتو به نه غږیږو، له دې غیر هم ډېرې لاسته راوړنې لرو.
حمدالله محب ټینګار کوي، چې که په همدې بڼه جنګ او د دوی فشار دوام ولري، دوی به تر راتلونکو ۴ میاشتو پورې د وسله والو طالبانو ملا ورماته کړي.
محب د افغان ځواکونو د مورال پر لوړ ساتلو ټینګار کوي او وایي د طالبانو او امریکا پر خبرو د نیوکو دلیل یې هم دا و، چې دغه ځواکونه د کومې معاملې فکر ونه کړي.
د هغه په وینا تر یادو نیوکو وروسته یې د ځواکونو مورال ښه شوی، چې یو دلیل یې له ځواکونو څخه د ده او نورو امنیتي چارواکو پرله پسې احوال اخیستل هم دي.
د طالب بندیانو خوشې کول
حمدالله محب د طالبانو د نیږدې ۹ سوه خوشې کیدونکو بندیانو په اړه وپوښتل شو، چې دا کار به د افغان ځواکونو مورال خراب نه کړي؟
د ده ځواب دا و، چې دا کار به د ځواکونو مورال خراب نه کړي.
د محب په وینا طالب بندیان د سولې مشورتي لویې جرګې په غوښتنه خوشې کیږي او ټول هغه کسان دي، چې لوی څارنوالۍ، سترې محکمې او ملي امنیت څېړلي او تر ډېره یې د جګړې ډګر ته د بیا نه ګرځیدو ډاډ موجود دی.
ټاکنې او ګومارنې
حمدالله محب په حکومت کې وروستیو ګومارنو ته په اشارې سره وایي، چې حکومت باید حکومتولي هم ترسره کړي.
د دې ترڅنګ هغه د ولسمشر غني او ولسمشریزو نوماندانو ترمنځ د ټاکنیزو کمپاینونو په تړاو د حکومت او نوماندانو د مسولیتونو د معلومولو په تړاو خبرې اړینې ګڼي.