چین ته بل ګوزار: فیسبوک او انسټاګرام به نور په هواوي موبایلونو کې کار ونه کړي

ساخت وبلاگ

فیسبوک وایې تر دې وروسته به د هوایې موبایلونو لپاره نوي خدمات نه وړاندې کوي او په نوي هواوي موبایلونو کې به د فیسبوک او انسټاګرام اپلیکشنونونه هم کار نه کوي.

دا هواوي موبایلونو ته دویم لوی تاوان دی چې رسیږي تر دې وړاندې د ګوګل لټون ماشین هم د هواوې سره د خپل کاروبار د بندولو خبر ورکړی و.

خو اوس دا ځل فیسبوک په راتلونکي کې د هواوي په موبایلونو کې د خپل ایپس د نه انسټالولو پرېکړه کړې ده.

د امریکا او چین روان اقتصادي جنجال یو نوی رنګ اخیستی، له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین پر مشهور موبایل کمپنۍ هواوې باندې بندیز ولګاوه او په تور لیست کې یې داخله کړه د دواړو هېوادو ټیکنالوژۍ کمپنۍ د یو بل سره شوي کاروباري تړونونه هم ختم کړل.

فیسبوک په خپل ملکییت کې لرونکي ټولنیزې میډیا ویبپاڼې انسټاګرام او وټس اپ اسانتیاوې هم له هواوي اخلي، خو د هواوي هغه کاروونکي چې له وړاندې دغه موبایل فون استعمالوي هغوی د فیسبوک او نور اپيلیکشنونه بغیر له کومې ستورنې استعمالولی شی.

فیسبوک د هواوي استعمالوونکو ته دا ډاډ ورکړی چې په راتلوونکو کې به موبایل ته د اپلیکشنونو اپډيټ کولو جاري وساتي.

بل لورته د فیسبوک د دغه اقدام په مقابل کې تر اوسه د هواوې کمپنۍ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 220 تاريخ : سه شنبه 21 خرداد 1398 ساعت: 7:13