د ژوند د ملګري پر وړاندي منځلاریتوب ګام په ګام زدکړه!

ساخت وبلاگ

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

هغه ښځي یا سړي چي په جنګ و جدل کي د خپلو ملګرو څخه مخکي دي، خورا عصبي و غُسه ناک دي. خو ډېر کم شمېر جوړې پوهېږي چي څنګه یو له بل سره په داسي انداز خبري اتري وکړي چي دعوای ئې ترمنځ زیاته نه سي او د خپلو اعصابو کنټرول ونه بايلي…” تر هغو چي مي د ژوند د ملګري/ملګرې د توقع و علاقې خلاف کوم کار نه وي کړی، هرڅه سم وي خو کله چې د علاقې خلاف ډېر کوچنی کار هم ترسره کړم بیا نو د هیڅ شي و هیچا خیال نه ساتي؛ بس یوازي آه و فریاد کوي. “

  • پوهېږم چي د ژوند ملګرې مي هم ډېر مسئولیتونه

لري. د دوو کوچنیانو پالنه و روزنه او د کور ستړي کوونکي کارونه هم ور دغاړي دي. زه هم ناوخته کور ته راځم او د کور سودا مي هم د ژوند د ملګرې پر عهده ده. هغه همېشه خسته و ستړې وي؛ چي د خښم د زیات شدت و ډېري ستړیا له وجي په اوونۍ کي ځیني وخت بېخي عصبي توازون له لاسه ورکړي.

  • په وارو وارو مي د ژوند له ملګري غوښتي دي چي

کله ئې هم کومه خبره ځوروي د ټولو په مخکي دي غبرګون نه ښيي خو هغه همېشه همداسي عادت سوی دئ په خاصه بیا د خپلي کورنۍ، دوستانو او اقوامو په مخ کي زما تحقير و توهين کوي. اوس مي د ډېري له کورنۍ څخه بد راځي. “

پورته ټول ارائیه سوي عبارتونه، چېري په ګوښه کي د نارينه وو و ښځينه وو هغه بیانات و اظهارات دي چي د خپل ژوندانه ملګري د افراطي خشونت څخه ګیله لري. داسي خښم و غُسه چي د يوه غشي په رقم یوازي ایله کېږي او معلومه نه ده چي په چا کي موښلي؟

خښم که لږ هم د تامل و میانه روۍ سره یوځای سي، شاید په يوه ستر کورني بحران تبدیل نه سي. تامل و میانه روي همدا ده چي په خپل وجود کي د منفي احساساتو د چټکي تخلیې په موخه تقریباً( د ۳-۵ دقیقو په شاوخوا کي) لنډه دمه وکړئ. دې مرحلې ته د رسېدو له پاره لازمه ده چي:

  • ټول خښم و ورسره تړلي احساسات دي یو و بل ته

خبرو کولو له پاره د وخت په ورکولو سره ښکاره کړل سي. د مثال په توګه ښځه وايي: ماته په فلانکي بخش کي خښم و غسه راځي… آیا کولای سو چي د میانه روۍ مرحله عملي کړو؟

یو له بل سره د خبرو کولو له پاره د وخت ورکولو غوښتنه باید په هماغه لومړني فرصت کي ومنله سي. د ژوند د ملګري سره د خبرو کولو له پاره وخت وقفول، تاسي ته د فکري لحاظه د میانه روۍ و د ژوند د ملګري د خښم و غسې تحملولو حالت ته د تلو فرصت و شونیا مساعدوي چي په پسې همدا مسله څېړو:

  • ښځه و سړی به دواړه کاملاً د میانه روۍ و تحمل

مرحلې تر بشپړېدو پوري حاضر و چمتو کېږي.( د تامل مرحله هغه وخت پای ته رسېږي چي لېږونکي خپلي خبري و ارتباطات کاملاً پای ته رسولي وي هغه وخت نه چي خاص یا ټاکلی وخت ئې خلاص سوی وي).

  • نه ښځه او نه هم سړی باید یو و بل ته د بدني صدمې

رسولو سبب وګرځي. او همدارنګه د کور سامان آلاتو ته هم هیڅ ډول زیان نه رسوي او د یو و بل له توهین و تحقیره پرهېز کوي.

  • د خښم او غسې سره د روش و سلوک تغییرولو په

موخه مو د ژوند له ملګري سره د خبرو اترو له طریقې څخه کار واخلئ. له پورتنیو درو توافقاتو څخه خپل درک و فهم یو له بل سره شریک کړئ او پام وکړئ چي آیا د هغو منلو و قبلولو ته چمتو یاست کنه.

له تاسو غواړو چي نور د یو و بل له بې احترامۍ، توهين، تحقیرولو او پر یو و بل باندي د چیغو وهلو څخه لاس واخلئ. پر ځای ئې څو اوږدې ساوي واخلئ او د ژوند له شریکه/شریکې مو وغواړئ چي د ملګري د منفي احساساتو تحملولو یا میانه روۍ تمرین ترسره کړي. غسه او خښم د هر چا حق دئ – او داسي رفتار آسانه و ساده دئ؛ خو دا چي مستحق کس، په صحیح و مناسب وخت کي، د سم هدف و غرض په درلودلو او په صحیح روش سره غسه سي، دا آسانه کار نه دئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 227 تاريخ : جمعه 17 خرداد 1398 ساعت: 21:09