د لاسونو د نرمښت او ښکلا آسانه او ګټورې لارې

ساخت وبلاگ

د لاسونو ښکلا او نرموالی په هر عمر کې مېرمنو ته اړین دی او دا د هرې مژرمنې هیله وي چې ښایسته لاسونه ولري.

څه وکړو چې لاسونه مو ښکلي شي؟

تاسو به ډیری خلک لیدلي وي چې د مخ د ښکلا لپاره بهترین او قیمته توکې اخلي مګر لاسونو ته يې هیڅ پام نه وي خو دا مه هیروۍ چې دا چاره مو په ظاهر ډیره بده اغیزه پریباسي.

حقیقت دا دی چې له دوو اندامونو د انسان واقعي عمر معلومیږي چې، یو يې زنګونونه او ل يې لاسونه دي، سمه ده چې، د زنګونو د زړښت مخه نشو نیولای خو د لاسونو د سم ساتلو کړنې ساده دي چې، یواځې یوې سالمې روزنې ته اړتیا لري او دا روزنه مو د لاسونو د ژر خرابیدا مخه نیسي.

د ښکلو لاسونو درلودلو رازونه

موږ مو په تدریج سره ددې مطلب په لوستلو د لاسونو سمې پاملرنې ته متوجه کوو:

دستکشې استعمال کړئ

په ژمې او یا هم هغه مهال چې، تاسې فکر کوئ لاسونه مو د خرابیدو په حال کې دي ښه ده له دستکشو استعفاده وکړئ (مثلاً که جامې مینځۍ یا لوښي مینځۍ) نو دواړو لاسو ته مو دستکشې واغوندۍ څو يې د خرایبیدو مخه ونیسئ.

د لمر ضد مناسب کریم استعمال کړئ

لمر ضدې کریمونه سره له دې چې د پوستکي د ښکلا ښه لاره نده بلکې دا مو پوستکی د راتلونکو خطرونو څخه ژغوري او نه پریږدي چې پوستکی مو بې وخته خراب شي.

دا چې د لمر ضد کریمونه د مخ لپاره اخلۍ نو؛ ښه ده لاسونو لپاره يې هم استعمال کړئ.

لاسونه مو په کریم غوړ کړئ

دا یوه ډیره ساده لاره ده چې، له وجې يې تاسې خپل لاسونه ښایسته کړئ، موږ ټول پدې پوهیږو چې، د لاس غوړولو ډیر آرزانه کریمونه شته نو ښه ده چې هر وخت د لاس مینځلو وروسته خپل لاسونه غوړ کړو او تر ټولو ښه يې لا ده چې د شپې مخکې خوب ځای ته له تګ څخه مو لومړی دا کار وکړئ څو مو لاسونو پوستکی نرم او تازه پاتي شي.

له انټې اکسیدان څخه مه غافله کیږئ

کله مو چې لاسونه د لمر وړانګو سره په پرله پسې توګه په تماس کې کیږي نو د وخت په تیریدو سره مو لاسونه لکه کیږي او دا لکې د وخت په تیریدو سره لا توریږي چې د لاسونو د بدرنګ والي سبب ګرځي، ددې لپاره باید د هغه کریم یا سیروم څخه استعفاده وشي چې د انتې اکسیدان لرونکي وي دا مو په لاسونو ومښۍ څو مو لاسونو ته زیان ونه رسیږي او د خطرونه مخه ونیسي.

انتې اکسیدان هغه کیمیاوي مواد دي چې په وجود کې د آزادو منفي راډیکالونو پروړاندې ساتنه کوي.

د لیمو د مخلوط سره د لاسونو روښانتیا

که د کور مېرمنې یاست نو؛ لس ګرتمه د وربشو وړه شل ګرامه شیدې سره ګډې کړئ او وروسته يې په لاسنو ومښۍ، دا چاره په اونۍ کې څو ځله ترسره کړئ بیا مو د لاسو روښانتیا تجربه کړئ.

که مو لاسونه د لیمو په اوبو ومینځئ هم روښانه کیږي، بله داچې کولاس شۍ لیمو راواخلۍ او دوه برخې يې کړئ یوه برخه يې په یو لاس او بله په بل لاس ومښئ دا چاره مو هم لاسونه روښانه کوي.

او بله ساده لاره يې دا چې یوه کچالو راوخالئ له جوسره يې اوبه اوباسسئ د ګلسیرین او لیمو سره يې مخلوط کړئ او په لاسونو يې ومښئ داچاره مو هم د لاسونو د روښانه کولو لامل ګرځي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : جمعه 17 خرداد 1398 ساعت: 21:09