د مخ د ګونځو د لرې کولو ارزانه او اسانه طریقه

ساخت وبلاگ

د ځوانۍ هغه نسخه چې د ۷۵ کلنې مېرمنې د مخ ګونځې يې لیرې کړې

۷۵ کلنې مېرمنې په حیرانوونکې شکل چې د هیچا باور پرې هم نه کیده د مخ ګونځې په ډیره لنډه موخه کې لیرې کړې، ددې مېرمنې د مخ د ګونځو د هواري لامل د پلاستیک جراحي له وجې نه وو بلکې دوه طبیعې مادې يې د مخ د هواري سبب شوې.

د ځوانۍ دې نسخې نوموړې۷۵ کلنه مېرمنه ۳۵ کلنې ځوانې مېرمنې په شان کړه.

د وخت په تیریدو سره موږ ډیری د کوچنیوالي ملګرې ګورو چې، ډیر ژر يې مخ ګونځې کړي وي او زړې شوي هم وي، دا لامل کیدای شي یا د ډیرې خندا او یا هم د د ډیر خپګان له وجې وي بلکې؛ ددې ستونزې د هواري لپاره ډیری کارخانې هڅه کوي داسې محصولات بازار ته وړاندې کړي چې، هم مخ صفا شي او هم يې ځوان وښيي.

هغه څه چې موږ درښیو د بازار کریم او نور څه به نه وي بلکې؛ داسې یوه اسانه او ساده لاره ده چې، یواځې له دوو طبیعې مادو څخه جوړیږي.

ددې نسخې بهترینه لاره داده چې، د ټولو وګړو د استعمال وړ ده مثلاً: یو څوک ډیره اندیښنه کوي یا هم د شکرې ناروغۍ ولري او بله داچې دا کړنه باید یواځې د مخ د پاکیدو لپاره نه استمالیږي مګر؛ دې لپاره استعمالیږي چې پوستکی تغذیه کړي او د همدې موخې لپاره باید وکارول شي.

څه ډول دا حیرانوونکې او څیرې ته ځلا ورکوونکې نسخه آماده کړو؟

یاد مو وي!
هرڅه چې درته وړاندیز کوو په سم ډول يې استعمال کړۍ ترڅو سمه نتیجه ترلاسه کړئ.

لومړني مواد
ــ اوبه
ــ بادیان

لومړی اوبه په یو لوښي کې وایشوئ او بیا بادیان ور اضافه کړئ، بادیان هم په جوشو اوبو کې درې دقیقې نور هم وایشوئ او وروسته يې د یوې نازکې ټوټې په واسطه چاڼ کړۍ

دا اوبه په یو بل لوښي کې واچوئ ترڅو سړې شي، بیا مو پرې مخ ومینځئ او د پنبې په واسطه مو همدغه اوبه په مخ څو دقیقې ومښئ!

دا کړنه مو پرله پسې دوه اونۍ مخکې د سهارنۍ وکاروئ ډیر حیرانوونکې بدلونونه به مو په څهره کې وګورۍ.

هغه څوک چې، مو په چاپیریال کې د مخ د ګونځو ځوریږي دا کړنه ور زده کړۍ څو هغه اندیښنه چې د زړښت په اړه لري د لمنځه لاړه شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 300 تاريخ : جمعه 17 خرداد 1398 ساعت: 21:09