د کرکټ په نړۍ کې ویرات کوهلي تر ټولو زیات فالورز لري

ساخت وبلاگ

لیکنه: بهار سمسور

د نړۍ بېلابېل شخصیتونه به مو لیدلي وي چې په سیاسي، فلمي یا هم په ورزشي ډګر کې مشهور دي.

له دې ډلې د ورزش نړۍ زیات لوبغاړي لري چې بېلابېلې لوبې کوي او د نړۍ په لر و بر کې یې خلک تعقیبوي.

فوټبال او کریکټ هغه نومونه دي چې په نړۍ کې لومړی او دوهم نمبر لوبې یادیږي.

د دغې لوبې یو شمېر لوبغاړي هم په بې ساري ډول د نړیوالو تر منځ مشهور دي.
لکه د فوټبال له نړۍ کریسټاینو رونالډو، د کریکټ له نړۍ اېم اېس ډوني.

خو اوس کیسه څه بل شکل ده او هغه داسې چې د ورزشکارانو تر منځ د رونالډو او کوهلي نومونه زیات یادیږي.

هغه لوبغاړی چې په سوشیل میډیا (خواله) رسنیو کې تر نورو زیات تعقیبونکی (فالوورز) لري هغه څوک دي؟

د کریکټ له برخې د هند کریکټ ملي لوبډلې ځوان کپتان ویرات کوهلي دی چې تر بل هر چا زیات سل میلیون تعقیبونکي (فالوورز) لري.

دی د هندي سینما د وتلې اداکارې ستورې انوشکا شرما خاوند هم دی.

دا دواړه داسې نومونه او شخصیتونه دي چې یو یې د کریکټ په نړۍ کې د شهرت تر پولو رسیدلی او بل یې د فلمي نړۍ پر سر راج چلوي، دواړو واده په مینه کړی؛ ژوند یې سره ګډ کړی او د نړۍ وګړي د دوی یو ځای کیدل او دومره په مینه ژوند تېرول یو بې ساری داستان هم بولي.

ویرات کوهلي په فېسبوک، انستیګرام او ټویټر کې مینوالو زیات تعقیب کړی دی، تر ده مخکې د فوټبال د نړۍ پیاوړی لوبغاړی کریسټاینو رونالډو دا ریکارډ له ځان سره لري چې په سوشیل میډیا کې زیات تعقیبونکي لري.

کوهلي په فېسبوک کې ۳۷ میلیون تعقیبونکي په انستګرام کې،۳۳،۵ میلیون او په ټویټر کې ۲۹،۴ میلیون تعقیبونکي لري.

کریسټاینو رونالډو بیا په فېسبوک کې ۱۲۲ میلیون تعقیبونکي لري چې دوهم بیا لوینل میسي ۸۹ میلیون او دریم بیا نیمار دی چې ۶۰ میلیون تعقیبونکی لري.

خو په دریواړو فېسبوک،انستګرام او ټویتر کې بیا رونالډو ۱۶۶ میسی ۱۱۹ او نیمار بیا ۱۱۶ میلیون وګړو تعقیب کړی دی.

د کریکټ لوبغاړو په لېست کې بیا ویرات کوهلی لومړی مقام اخیستی چې سل میلیون وګړو تعقیب کړی دی ورپسې اېم اېس دوني او سچن تنډولکر هندي لوبغاړي دي چې زیات تعقیبونکي لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 340 تاريخ : دوشنبه 30 ارديبهشت 1398 ساعت: 22:56