د کابل کنډواله شوی بالاحصار

ساخت وبلاگ

لیکنه: مصطفی سالک

د کابل بالاحصار کلا د کابل ښار په سویلي اړخ کې د شیر دروازې د غره په لوړه لمنه کې پروت دی.

اوسمهال دا کلا د ړنګیدو له ګواښ سره لاس او ګریوان ده . شاوخوا ۴ کلونه مخکې د بالا حصار ملکیت له دفاع وزارته اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شو هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ویلي وو چې دفاع وزارت خپل وسایل او سرتیري له بالاحصاره ولیږدوې دوی به یې د بیا رغاونې لپاره پلان جوړ کړي خو د ۴ کلونو تر تیریدو وروسته هم بالا حصار ددفاع وزارت په واک کې دی او لا یې هم هلته سرتیري له خپلو وسایلو سره میشت دي.

اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې یوازې بالا حصار نه دی بلکې په ټول افغانستان کې ۲۰۰۰ نور تاریخي اثار او ودانۍ د نابودۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې دوی یې د رغاونې لپاره اړینه بودیجه په واک کې نه لري.

ددې کلا د جوړولو د کال پر اړه تاریخپوهان په یوه نه دي خو ډیر یې وايي چې دا برجوره کلا په ۵ میلادي پیړۍ کې یفتلیانو جوړه کړې وه. هغوی پر زابل، غزني او کابل واکمني درلوده او دا کلا یې د پوځي او مذهبي موخو لپاره جوړه کړې وه . یفتلیان بودایان و نو دلته د کلا په منځ کې بودايي معبد هم و.

په ماصر او لږ څه مخکې تاریخ کې بالا حصار د شاهانو ارګ و، د ظهیر الدین بابر په زمانه کې هم دا کلا ارګ و. او کله چې د احمدشاه ابدالي زوی تیمور شاه پلازمینه له کندهاره کابل ته راولیږدوله بالا حصار کلا یې د خپل ارګ په توګه وټاکله، بیا امیر عبدالرحمن خان اوسنی ارګ جوړ کړ او بالاحصار د یوې جنګي کلا په توګه پاتې شو سربیره پردې هم دا د ګڼو لرغونو شاهانو ارګ و.

په بیلو تاریخي دورو کې پرې بریدونه شوي او دا کلا ړنګه شوې خو بیرته رغول شوې ده. خو اوس یې د بیا رغاونې لپاره څه پلان نشته او کنډواله پرته ده.

دې کلا د افغان- انګلیس په لومړۍ او دویمه جګړه کې هم خپل رول لوبولی و او ډیرې پیښې یې ورسره تړلې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 304 تاريخ : دوشنبه 30 ارديبهشت 1398 ساعت: 22:56