د نواز شریف لور ته د زرداري د ځوی میلمستیا او پرې د یارانې شکونه

ساخت وبلاگ

د یکشنبې په ماښام روژه ماتې ته د زرداري ځوی بلاول بوټو زرداري د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر نواز شریف لور مریم نواز او د ځینو نورو سیاسي پارټیو چاوراکي او غړي وربللي وه.

روژه ماتې په اسلام اباد کې د زرداري په کور کې تیاره شوې وه، چې پکې د مریم نواز سربیره د پښتون د تحفظ حرکت غړو محسن داوړ او علي وزیر هم ګډون کړی و.

د ملمستیا د موخې په تړاو بلاول بوټو رسنیو ته ویلي:

“نن موږ افطار (روژه ماتې) ته د اپوزیسونونو مشران رابللي وه، او زه له دوې مننه کوم، چې دعوت يې قبول کړ. زموږ د ناستې هدف دا و، چې په پاکستان کې شته ستونزو او د خلکو غوښتونو ته په ګډه حل لارې ولټوو.”

ملمستیا ته د مسلم لیک-ن او پښتون تحفظ مومنټ سربیره، د قوامي وطن او جمیعت ی اسلامي ګوندونو استازي هم ورغلي ول.

خو ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر خلکو د ملمستیا په اړه شکونه کړي او ویلي يې دي، چې دا د بلاول بوټو له لوري د مریم نواز یارانې ته چل جوړول دي.

په ټویټر او فیسبوک کې هغه عکسونه لاس په لاس کیږي، چې پکې بلاول بوټو او مریم نواز څنګ په څنګ په یوه څوکۍ (سوپه) ناست دي. ځينو خلکو دا د یارنې پیل بللی او ځینو خو عکس ته په کتو لیکلي: “تازه واده شوې جوړه!”

د بیيا په نوم یو کس په ټویټر لیکلي:

“د مریم سره د [بلاول بوټو] څه ریشته روانه ده؟!”

یو بل کس په ټویټر لیکلي، مطلب د بلاول او مریم اړیکه جوړه ده؟!

یو بل کس په تصویر خپله تبصره کې لیکي:

“په ډیر احترام؛ خو دوې [مریم نواز او بلاول] داسې ښکاري لکه ښځه او میړه!”

په ټویټر خو یو جینې په مخامخ ناست ملا انتقاد کړی او ویلي يې دي، چې دا دوه پردي خلک يې څنګه خوا په خوا پریښي. هغه لیکي:

“بلاول سره د مریم داسې خوا په خوا کیناستل جایز دي؟! مخامخ ناست ملا ته شرم نه ورتلو؟!

بل پلو بیا ځینو نورو د مریم او بلاول په ننګه ټویټونه کړي او ویلي يې دي، چې ښځینه سیاسي مشرانو ته باید درناوی وشي. هغوې چې کله دا چا سره ګوري یا کیني، دا معنا نه لري، چې ګنې هغوې دی د هغه کس سره یارانه ولري.

مریم نواز د مخکیني لومړي وزیر نواز شریف لور ده. هغه ۴۵ کلنه ده او درې اولادونه لري. په ۱۹۹۲ کال کې د پوځ له یو افسر صفدر اوان سره واده وکړ او اوس هم له هغه سره یوځای اوسي.

تیر ۲۰۱۸ جولای کې پاکستان کې د فساد ضد یوې محکمې مریم نواز شریف، د هغې پلار نواز شریف او خاوند صفدر د فساد په جرم په بند محکوم کړل.
محکمې نواز شریف ته د لس کاله بند، د هغه لور مریم نواز ته د ۷ کاله بند او د مریم میړه صفدر ته د یو کال بند سزا واوروله.

خو د سیپټمبر په میاشت کې هغوې هر یو د ۵ لکه روپيو جریمي په سمدستي ورکولو وروسته په ضمانت خوشې شول.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 272 تاريخ : دوشنبه 30 ارديبهشت 1398 ساعت: 22:56