کرېس ګېل: باید زموږ (پنجاب) لوبډله پای لوبې ته ورسیږي

ساخت وبلاگ

لیکنه: بهار سمسور

د ویسټینډیز جامیکا د سیمې پیاوړی چپ لاسی توپ وهونکی کرېس ګېل چې په نړیواله کچه په غټو شپږیزو وهلو مشهور دی او هر چېرې مینوال لري، وایي، خوشاله دی چې د کېنګز ایلېون پنجاب په لوبډله کې لوبیږي.

ګېل له پي ټي ای نومي رسنۍ سره د مرکې په لړ کې د هند پر کریکټ سربېره د خپلې لوبډلې د لوبغاړو ځان او د هند د خلکو په اړه خبرې کړي دي.

۳۹ کلن ویسټینډیزی کرېس ګېل وایي د ده د توپوهنې د پيلولو ملګری کېل راهل یو بهترین نړیوال کریکټر دی او روښانه اینده یې په مخ کې ده.

ګېل وایي کېل راهل لکه ویرات کوهلي ډېر څه کولی شي او باید د خپل استعداد پر مټ همداسې کریکټ ته دوام ورکړي.

دی وایي کېل راهل دوهم ویرات کوهلي دی، ولې دی باید په خپله په خپل مسیر ولاړ شي، نه دا چې بل څوک له ځانه جوړول وغواړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د هندوستان د نیو استعدادونو په اړه ستاسو لیدلوری څه دی؟


یې وویل:

«تاسو/هند سخت استعدادونه لرئ، دا اړینه نه ده چې هر کس دې ملي ټیم کې راشي، مهمه دا ده چې دلته دوامداره کریکټ کیږي.»

دی د پنجاب ایلېون په اړه وایي:

«زموږ لوبډله ښه او با تجربه کپتان او با تجربه لوبغاړي لري، زه له خپلې ټولې انرژۍ او تجربې په استفادې سره غواړم خپله لوبډله دوهم پړاو (پلې افس) ته ورسوم او وړاندې تر دې چې نړیوال جام ته روان شم باید زموږ لوبډله پای لوبې ته ورسیږي

دی زیاتوي خوشال دی چې دا دوه کاله د پنجاب د لوبډلې غړی دی او لا هم هیله لري چې ورسره پاتې شي.

ګېل زیاتوي:

«زه حیران یم چې راوي چندرا ایشوین ولې د هندوستان د کمو اورونو په لوبډله کې شتون نه لري هغه داسې یو توپ اچونکی دی چې هر وخت په هر حالت کې لوبډلې ته څه کولی شي.»

دی په وروستیو کې د هندي کریکټ شایقینو ستاینه هم کوي او له هندي ملت د ښو خاطراتو اظهار کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 240 تاريخ : چهارشنبه 11 ارديبهشت 1398 ساعت: 21:08