څیړنه: د لوړ فشار دښمن مالګه نه، بلکې بوره ده

ساخت وبلاگ

ژباړه راټواونه: مریم محمدي

یادونه: هغه کسان چې د لوړ فشار لرونکي دي هغوی دې د ډاکتر په مشوره خپلو خوړو کې د مالګې اندازه وټاکي، دا لیکنه د هغو اشخاص لپاره ده، چې له مالګې د دې لپاره کمه استفاده کوي، چې ګواکي لوړ فشار ناروغۍ به ورته پیدا شي، دا خبره اوس څیړونو غلطه ثابته کړې.

تاسو به تر اوسه پورې ډیرو عملي او روغتیایي معلوماتو کې داسې لوستي او اوریدلي وي چې د مالګې استعمال زیان لري.

د روغتیا نړیوالې ادارې بیا د مختلفو هیوادونو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې په ورځ کې دې له ۵ ګرامه مالګې (سودیم کلوراید) څخه ډيره نه استعمالوي.

یاد سازمان وايي چې لږه مالګه یا بې مالګې خواړه کیدای شي حتا منفي اغیزې ولري.

خو خبره دا ده چې ډېر خلک په دې اند دي چې د مالګې استعمال د نورو زیانونو سربیره د لوړ فشار سبب هم کېږي.

په دې اړه تازه د امریکا په (امریکن جرنل آف کارډیالوجي) څیړنیز مرکز کې تر سره شوې څېړنې ثابته کړې، چې د وینې لوړ فشار اصلي دښمن مالګه نه بلکې بوره ده.

د یاد مرکز د څېړونکې ډلې مشر او د زړه د ناروغیو متخصص ډاکټر جیمس ډي نکولا نتونیو وایي چې د وینې لوړ فشار اصلي لامل بوره او خواږه کېدای شي، نه مالګه.

نوموړی وايي د بورې زیاته اندازه د اعصابو په یوه خاصه برخه اثر کوي چې په اساس یې د زړه درزا زیاته او د وینې فشار لوړېږي.

نکولا نتونیو ټينګار کوي چې د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغان د مالګې پر ځای باید د خوږو استعمال کم کړي، ځکه چې څېړنه کې د خوږو نقصان روغتیا او په خاصه توګه د وینې لوړ فشار ته ثابت شوی دی.

دغه راز ډاکټر نکولا له هغو څېړونکي سره چې له مالګې کمه استفاده د زړه ناروغۍ څخه د مخنیوي لامل ګڼي، د نظر اختلاف لري او وایي ( د مالګې کمه استفاده، خوږو او ډېر کالوري لرونکو خوړو لپاره اشتها زیاتوي او د شکر ناروغۍ سبب هم کېږي).

څیړنو ښودلې چې خواږه په بدن کې د انسولین تولید زیاتوي، کوم چې د زړه درزا زیاتېدو یوه مهمه وسیله کڼل کېږي.

همدارنګه د خوږو زیات استعمال د اعصابو په خاصه برخه هاپوتلامس باندې اثر کولو سره د زړه درزا زیاته او د وینې فشار لوړوي.

د دې څیړنې په اساس د سودیم پر ځای قندي موادو او وینې لوړ فشار تر منځ ډېره مضبوطه اړیکه موجوده ده.

قندي مواد په خپله ډېر زیان نه لري او بدن کې د انرژي اړتیا پوره کوي، خو بیا له نورمالې اندازې څخه زیات استعمال يې د ډېرو ناروغیو لامل ګرځي.

بلخوا ډاکتران وايي چې د مالګې له ډیر استعمال سره حتا د زړه د سکتې خطر کمیږي.

همدارنګه د عمومي باورونو برخلاف، د مالګې تر اندازې کم استعمال کولی شي د قلبي او مغزي سکتې په زیاتوالي کې اغیز ولري.

خو د بورې په اړه بیا د روغتیا نړیوالې ادارې وايي چې یو نورمال وزن لرونکی انسان د ورځې ۵۰ ګرامه بوره استعمالولی شي او له دې ډېره اندازه د ناروغۍ سبب ګرځي.

سرچینه: اسان طب

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 262 تاريخ : چهارشنبه 11 ارديبهشت 1398 ساعت: 21:08