ټولنیزو رسنیو د بنګلدیش د کرکټ لوبغاړو لباس بدل کړ

ساخت وبلاگ

لیکنه: بهار سمسور

د بنګلدېش کریکټ بورډ وایي د دوی لوبډله په اصطلاح (The Tigers) به ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د شین لباس سره چې وړاندې یې هم په کم توپیر همدا رنګ استعمال کړی و، ولوبیږي.

ددغه هیواد د کریکټ بورډ (CEO)یا اجرایه ریس نظام الدین چهدري رسنیو ته وویل د خلکو له نظرونو سلا مشورو او سوشیل میډیا له خوا له غوښتنې وروسته یې د لوبډلې لپاره همدا رنګ انتخاب کړ او دا زیات مناسب رنګ او لباس دی.

په شیر بنګلا لوبغالي کې پرته له شکیب الحسن، لوبډلې په نوي لباس کې ډله ییز انځور هم واخیست. شکیب چې د هند غوره لیګ IPLپه لوبو کې د سنریزرز حیدراباد لوبډلې سره بوخت دی، په دې مراسمو کې د ګډون پر هدف غوښتل شوی و، خو نه شتون یې له خبریالانو پټ نه شو.

د کریکټ بورډ له عمومي ریس نظام الحسن څخه وپوښتل شول، ولې شکیب نشته؟
هغه هم خوله خلاصه کړه او ویې ویل:

«هغه ته مو د ګډون ویلي و ما هم ورسره خبرې وکړې، خو دا چې حاضر نه شو زه خپله پرې حیران او خفه یم، ما ورسره نن سهار هم تماس ونیوه خو ده وویل چې بیګا ته ستا په کور کې سره وینؤ.»

د بنګلدیشۍ لوبډلې پخوانی کپټان او تجربه کاره کیپر توپ وهونکی مشفق الرحیم خوښ دی چې په نړیوال جام کې لوبیږي، هغه د لوبډلې پر جوړښت، پياوړتیا او ښه لوبیدو ډاډه دی، ولې دا ښکاره وایي چې سیالان یې هم تر دوی کم نه دي او دوی ته د لوبو ګټل اسان هم نه دي.

مشفق په خبري ناسته کې نن رسنیو ته وویل دوی به بیخي ښه لوبیږي او د دې لپاره ځانګړی پلان لري.

مشفیق زیاته کړه:

«شل اوریز او ټېسټ کریکټ ته په کتو یوه ورځینۍ لوبې غټ توپیر لري او زموږ لپاره سخت سوال هم همدا دی.»

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 279 تاريخ : چهارشنبه 11 ارديبهشت 1398 ساعت: 21:08