افغانستان له سکاټلېنډ دوه لوبې کوي

ساخت وبلاگ

افغان کرکټ ملي لوبډله سهیلي افریقا کې له کابو ۲۴ ورځو تېرولو وروسته پرون خپل هېواد ته راستنه شوه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، چې افغان لوبډلې ۲۴ ورځې په تمریناتو کې تېرې کړې، دې لوبډلې درې تمریناتي لوبې هم وکړې، افغان یوولس کسیزې لوبډلې لومړی د کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه، له افریقایي مخ پر ودې یا ایمرجېنګ لوبډلې سره یې دوه لوبې وکړې.

لومړۍ لوبه افغان لوبډلې وګټله او دوهمه لوبه بیا په ۷ وېکټو د افریقا مخ پر ودې لوبډلې وګټله.

۲۴ ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ ۲۴ لوبغاړي د نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب د لوبډلمشرۍ لاندې سهیلي افریقا ته ولېږل.

کابو یوه اونۍ وروسته اصغر افغان هم د کرکټ بورډ له خوا پخلا شو او افریقا ته ولاړ.

اوس افغان لوبغاړي په کابل کې دي او دلته به د سکاټلېنډ پر وړاندې د دوو یو ورځنیو او ایرلېنډ سره دوو لوبو لپاره تیاری نیسي.

افغان لوبډله او سکاټلېنډ سره یې لوبلړۍ
افغان لوبډله د می په اتمه نېټه چې د چهارشنبې ورځ راځي لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کوي، مخکې له دې سکاټلېنډ افغان لوبډلې ته په ۲۰۱۸ کال کې زِمبابوې هېواد کې په غوراوي جام سیالیو کې د کالم مک کلیوډ د ۱۷۲ منډو په مرسته ماته ورکړې وه.

افغان ټیم به دوهمه یو ورځنۍ لوبه له سکاټلېنډ سره د می په لسمه نېټه د جمعې په ورځ ترسره کړي.

افغان لوبډله لومړی سکاټلېنډ ته د دوو لوبو لپاره سر ورښکاره کوي، دا لوبې د افغانستان په درجه بندۍ یا رېنکېنګ تاثیر غورځوي.

دلته به د ګلبدین نایب د لوبډلمشرۍ وړتیا هم څرګنده شي، چې ګلبدین نایب به لوبډله څنګه رهبري کړي.

افغانستان د ایرلېنډ پر وړاندې
افغان لوبډله د می په ۱۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ له ایرلېنډ سره د دوه یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.

له دې وړاندې افغان لوبډلې له ایرلېنډ سره د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه، د دوه پر وړاندې مساوي کړه، یوه لوبه بیا مساوي یا ټای شوه.

دواړو لوبډلو ۲۵ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۲، ۱۲ لوبې هرې لوبډلې ګټلي دي.

د می په ۲۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه په بېلفاسټ سیمه کې کېږي.

افغان لوبډله او تمریناتي لوبې
د پنجشنبې په ورځ د می په ۲۴ مه نېټه افغان لوبډله له پاکستان سره تمریناتي لوبه کوي.

له دې وروسته افغان لوبډله د می په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ له انګلستان سره دوهمه تمریناتي لوبه کوي.

له دې وروسته بیا د می په ۳۰ مه نېټه نړیوال جام پیلېږي او افغان لوبډله د جون په ۴ مه نېټه لومړۍ لوبه له اسټرالیا سره کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 293 تاريخ : سه شنبه 10 ارديبهشت 1398 ساعت: 20:01