هغه هڅونې، چې ماشومان اړتیا لري، له خپلو والدینو یې واوري

ساخت وبلاگ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کله چې کوم څوک ستاسو له بوټونو، پخلي او له هغه با کیفیته کار څخه، چې ترسره کړی مو دی، ستاینه کوي، نو تاسو څه احساس کوئ؟ په ډاډ سره ویلی شم، ښه احساس. اوس کله چې له کوم چاسره د زړه له کومې مینه لرئ او ستاسو لپاره ډېر مهم دی او له تاسو څخه ستاینه کوي، څه احساس لرئ؟ ډېر ښه احساس! نو داسې تصور وکړئ، چې له ماشومان - و څخه ستاسو د ستاینې ځواک څومره دی. هغه ماشوم، چې احساس کوي، مور ته منلی دی او ارزښت ورکوي، نو کولای شي، چې نړۍ پر بل مخ کړي. هغه ماشوم، چې احساس کوي، مور یې پرې باور لري او د هغې لپاره فوق العاده دی، د ژوند له ستونزو، سختیو او ننګونو سره د مخامخ کېدو په صورت کې کولای شي، ښې او غوره کړنې ترسره کړي.

څېړنو ښودلې، چې د ماشومان - و لپاره تر ټولو انګېزه بښونکې هڅونې هغه دي، چې د هغوی هڅې او کوښښونه وستایل شي، یانې هغه کارونه، چې ماشومان یې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ترسره کوي، لکه سرښندنې او پایښت، خو په ډاډ سره ویلی شم، چې ماشومان پرته له دې، نورو هڅونو ته هم اړتیا - لري. د بېلګې په توګه: څومره ښکلی او د ښه ټیپ لرونکی یې. ( ټول ماشومان د خپل مور او پلار په سترګو کې ښکلي او ښایسته دي)، څومره پیاوړی او مهربان یې ( ماشومان له هغه څه سره سم، چې موږ پرې باور لرو، ژوند کوي).

شخصیت یې وستایئ
موږ په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو، چې له بده مرغه د رښتینولۍ او ستروالي په اړه په همېشني ډول، چاته روزنه نه ورکول کېږي او په دې برخه کې له چا څخه ډېره هیله هم نه شي کېدای. کله چې ماشوم مو مهرباني کوي، رښتینی دی، باور کوي او یا د خوندیتوب احساس رامنځته کوي، نو ډېر ښه فرصت دی، چې هغه له ټولو جنجالونو، اندېښنو او تشویشونو څخه لرې کړئ او د زړه له کومې یې وستایئ او وې هڅوئ.

درنښت کول او خبره منل یې وستایئ
موږ عادت شوي یوو، یوازې ماشوم هغه وخت ووینو، چې کوم ناسم کار ترسره کوي او په ډېرې آسانۍ یې ښېګڼې نا لیدلې ونیسو. د دې پرځای، چې په تمه پاتې شئ، ترڅو د ماشوم یو ناسم چلند او یا هم له یوه امر څخه سر غړونه یې ووینئ او له دې وروسته یې ورټئ او وې ګواښئ، نو هڅه وکړئ، چې خبره منل او درنښت کول یې ووینئ: ښایي زه کله وخت دا هېر کړم، چې تا ته ووایم، خو ته واقعاً یو با ادبه او خبره اورېدونکی هلک یې او زه ستا له هغه چلند څخه خوښ او راضي یم، کوم چې له نورو سره یې لرې او ستایم دې.

ښکاره کړئ، چې د هغه د لرلو له کبله په ځان ویاړئ
هر کله، چې تا وینم، نو ستا د لرلو له کبله د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کوم او په دې باندې ویاړم، چې ستا مور یم. ماشومان اړتیا - لري، - پوه شي، چې ارزښتمن دي، یوازې په همدې آسانه او ساده دلیل، چې شتون لري.

د کور د کارونو د ترسره کولو له کبله یې وهڅوئ
د مېز پاکول، پخلنځي ته د ککړو لوښو وړل، له کور څخه بهر ته د کثافاتو وړل او په ظاهره هر کوچنی کار، چې ماشومان یې په کور کې ترسره کوي، واقعاً د ستایلو او هڅونې وړ دی. ماشومان باید په دې باندې پوه شي، چې مرستې یې واقعاً اغېزمنې دي او د کور په چارو کې رول لري او تاسو یې ښه کارونه وینئ او د مرستو په ارزښت باندې یې پوهېږئ.

د ښوونځي په درسونو کې د هڅو او کوښښ له کبله یې وستایئ
زه واقعاً خوشاله یم، چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کوې او په خپلو - درسونو کې ډېر زیار باسي. هڅه او کوښښونه دې تل ارزښتمن دي.

حتا که هڅو یې پایله هم ورنه کړه، بیا یې هم وهڅوئ:
توپیر نه کوي، چې هڅو یې پایله ورنه کړه، که څه هم بریالي کېدل او د خپلې خوښې وړ پایلې ته رسېدل، یو ښه زېری دی، خو ماشومان، هغې پایلې ته په نه پاملرنې سره، چې له خپلو - هڅو څخه یې ترلاسه کوي، باید ستاسو له خوا وهڅول شي.

د هرې نوې لاسته راوړنې له کبله یې وهڅوئ
تا په ریاضي کې یو ګام پرمختګ کړی دی او دا یوه ډېره ښه خبره ده. نقاشي ګانې دې د تېر په پرتله واقعاً ښې او ښکلې شوې دي، ډېره خوشاله یمه، چې تمرین دې وکړ او دا تمرین د دې سبب شو، چې پرمختګ وکړې؛ یوه پرځای هڅونه کولای شي، واقعاً معجزه وکړي.

د جامو اغوستلو ډول او ټیپ یې وستایئ، حتا که ستاسو له سلیقې سره برابر هم نه وي
ټاکل شوې نه ده، چې ماشومان دې ته اړ کړو، چې زموږ کاپي واوسي. کله چې د جامو د ټاکنې او د وېښتانو د ډول خبره رامنځته کېږي، په ډاډ سره ویلی شم، چې تاسو هم خپل نظر لرئ، خو باید د خپلو اولادونو نظر ته درنښت وکړئ: ( په ډاډ سره ویلی شم، چې تا د دې ټیپ او ډول د ټاکلو لپاره، ډېر زیات فکر کړی دی او سلیقه دې ستایم )، ( هېڅکله مې نه و لیدلي، چې مېز دې دا ډول په منظمه توګه چمتو شوی وي، ستا سلیقه بې سارې ده ). دا به عادلانه نه وي، چې خپلې ستاینې او هڅونې په هغه څه پورې محدودې کړو، کوم چې خپله یې خوښوو، ځکه دا تګلاره هېڅ پایله نه ورکوي.

هغه ګامونه یې وستایئ، کوم چې د اوږد مهالو موخو لپاره یې پورته کوي
زویه! ستا هڅې او کوښښونه د ستایلو وړ دي، له تا څخه ډېره زیاته مننه کوم. ځینې اوږدمهالې موخې شته، ټاکل شوې نه ده، چې پایله یې دومره ژر ولیدل شي. په چټکه توګه وروستۍ پایلې ته په تمه پاتې کېدل، بې ګټې او ناهیلی کوونکی کار دی، انګېزه او لېوالتیا له منځه وړي. هڅونه په هر پړاو کې اړینه ده او د موخې په لور له پرمختګ سره مرسته کوي.

له ملګرو او دوستانو څخه یې ستاینه وکړئ
البته دا کار یوازې هغه وخت وکړئ، چې واقعیت ولري. ( ډېر ښه دوستان او ملګري لرې) پوهېږې! زه ډېر د ویاړ احساس کومه او ډېره هوسا او خوشاله یمه، چې د خپلو ملګرو او دوستانو په ټاکنه کې، ډېر دقیق او ځیرک یې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 242 تاريخ : سه شنبه 27 فروردين 1398 ساعت: 18:48