بنګلديش هم د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

د ۲۰۱۹ز کال نړيوال - جام ته د ګوتو په شمار اونۍ پاته دي.

تر نيوزلينډ،اسټراليا او هندوستان وروسته بنګلديش - هم د راتلونکي يو ورځني نړيوال - جان لپاره - لوبډله - اعلان - کړه.

د بنګلديش - کرکيټ بورډ د ۱۵ کسيز سکواډ څخه جوړه لوبډله - کي کمو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړی دی.

بنګلديش په وروستي ځل د نيوزلينډ په وړاندي د ۳ يو ورځنيو لوبو لړۍ د ۳– ۰ په مقابل کي بایلوله.

د نړيوال جام لپاره - په اعلان - سوې لوبډله کي مشرفي مرتضی لوبډلمشر او شکيب الحسن مرستيال لوبډلمشر ټاکل سوی.

د نړيوال جام لپاره ۱۵ کسيزه لوبډله:

مشرفي مرتضی، شکيب الحسن، تميم اقبال،کمار داس،مشفق الرحيم،محمدالله،صابر الرحمن،مهدي الحسن مهراز،سمايا سرکار،ربل حسين،محمدصيف الدين،مصدق حسين، مصطفیض الرحمن او ابو جاهد راهي هغه لوبغاړي دي چي په نړیوال جام کي به ولوبيږي.

په دې قوي سکواډ کی ابو جاهد راهي هغه توپ اچوونکی دی چي تردې مهاله يې د بنګلديش لپاره يو ورځنۍ نړيواله لوبه نده کړې.

افغانستان که څه هم د نړيوال جام لپاره د ۲۳ کسيزه لوبډلي تمريناتي کمپ اعلان کړ،خو لا تر اوسه يې وروستۍ لوبډله نده اعلان کړې.

د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي چي د لسو هيوادونو په شتون کي د می په ديرشمه د انګلستان او سويلي افريقا په لوبه پيليږي،۴۳ لوبي پکښې ترسره کيږي او د جولای مياشتي په ۱۴مه نيټه پايته رسيږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 337 تاريخ : سه شنبه 27 فروردين 1398 ساعت: 18:48