هغه لوبډلمشران چي په کيڼ لاس يې توپوهنه او په ښی لاس يې توپ اچوونه کول

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

که چيري ښی لاسي او کيڼ لاسي کرکټران سره پرتله کړو نو کيڼ لاسي لوبغاړي نسبتاً ښی لاسو ته پياوړي، او خطرناکه دې.

کيڼ لاسي کرکټران لکه ، کريس ګيل،ډيويډ ميلر،ډيويډوارنر او ځيني نور سته چې دکرکټ په تاريخ کې ډير ښه ځليدلي دې.

خو ښی لاسي کرکټرانو کې هم داسي لوبغاړي سته چې ګوته په غاښ به ورته پاته سئ.

په کرکټ کې داسي لوبغاړي چې هم توپوهنه# کوي او هم توپ اچوونه#،او په ورته وخت کې ښه ډګرساتنه کوي،د ګوتو په شمار دې.

هرڅوک دخپلي خوښي کرکټران لري،ځيني يې توپ اوچوونکې وي اوځيني يې بيا توپوهونکې.

خو تاسو تر اوسه داسي کرکټران پيژنۍ چي په کيڼ لاس توپوهنه# کوي او په ښی لاس توپ اچوونه

په نړيوال کرکټ کې داسي لوبډلمشران# سته او تيرسوي دې چې، په کيڼ لاس يې توپوهنه کړې او په ښی لاس توپ اچوونه.

دغه ليکنه ولولئ او د نړيوال کرکټ د تاريخ  څلور نادره لوبډلمشران# وپيژنئ.

۱ـ کريس ګيل

ويسټ انډيزی کريس ګيل دکرکټ دتاريخ يو له پياوړو او لايقو لوبغاړو څخه دی.

ګيل دخپل هيواد لپاره په ۲۸۱ يو ورځنيو لوبو کې په ۳۷،۰۱ اوسط سره ۹۵۸۵ منډي ترسره کړي،چې ۱۵ سليزي او ۳۷ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

دی دهغو لوبغاړو په نوملړ کې دريم مقام لري چې په يو ورځنيو لوبو کي يې ترټولو ډيري شپږيزي ترسره کړيدي.

کريس ګيل په ۱۰۳ ټيسټ لوبو کې په ۴۲،۱۹ اوسط سره ۷۲۱۴ منډي ترسره کړي، چې ۱۵ سليزي او ۳۷ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

ګيل لومړنی لوبغاړی دی چې د کرکټ په ټولو اړخونو کي يې سليزي ترسره کړيدي.

دی لومړنی کرکټر دی، چې په يوه ټيسټ لوبه کي يې ۳ سليزي، په يو ورځنيو لوبو کې ډبله سليزه او په شل اووريزو لوبو کي يې سليزه ترسره کړيده.

ګيل د ويسټ انډيز لپاره په يو ورځنيو او تيسټ دواړو کې دلوبډلمشر په حيث دنده ترسره کړې.

دده دټيسټ د ۲۰ لوبو په لوبډلمشرۍ کې ويسټ انډيز يوازي ۳ لوبې ګټلي، ۹ يې بايللي او ۸ لوبي بې پايلي اعلان سوي.

دده د ټولو ۵۳ لوبو په لوبډلمشرۍ کې ويسټ انډيز ۱۷ لوبې ګټلي ۳۰ يې بايللي او ۶ يې بې پايلي اعلان سويدي.

ګيل ښی لاسی اف بريک توپ اچوونکی دی،چې په يو ورځنيو لوبو کي يې ۱۶۵ وکټي او تيسټ لوبو کي يې ۷۳ وکټي اخيستي دي.

۲ـ ګرايم سميت

ګرايم سميت لومړنی کرکټ وو چې په ۱۰۰ ټيسټ لوبو کي يې د لوبډلمشر دنده ترسره کړې.

دی د سويلي افريقا لپاره ډير بريالی لوبډلمشر تير سويدی.

سميت په ۱۱۷ ټيسټ لوبو کي په ۴۸،۲۶ اوسط سره ۹۲۶۵ منډي کړيدي.

به ۱۹۷ يو ورځنيو لوبو کي په ۳۷،۹۸ اوسط سره ۶۹۸۹ منډي کړي،چې ۱۰ سليزي او ۴۷ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

سميت په ۱۴۹ يو ورځنيو او ۱۰۹ ټيسټ لوبو کې دلوبډلمشر په حيث پاته سويدی.

دی دټيسټ کرکټ عاليترينه لوبډلمشر وو،نو ځکه دده لوبډلې دده ترمشرۍ لاندې د بريا ډير خوند اخيستی.

سميت ، په ښې لاس ورو توپ اچوونه ترسره کول،او تل يې د لوبغاړو ترمنځ ملګرتياوي ماتولې.

په يو ورځنيو لوبو کي يې ۱۸ وکټي او په ټیسټ کي يې ۸ لوبغاړي سوځولي دي.

۳ـ سورب ګنګولې

سورب ګنګولې دهندوستان د پياوړو او برياليو لوبډلمشرانو څخه دی.

دی د هندوستان لپاره ۱۱۳ تيسټ او ۳۱۱ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي،چې تر ۱۸۰۰۰ يې ډيري منډي کړيدي.

ګنګولې به ۱۴۷ لوبو کې د هندوستان لوبډلمشر وو،چې ۷۶ يې ګټلي، ۶۶ يې بايللي او ۵ نوري يې بې پايلي اعلان سويدي.

دده په لوبډلمشرۍ کې هندوستان په ۴۹ تيسټ لوبو کي ۲۱ ګټلي ۱۳ يې بايللي او ۱۵ نوري يې بې پايلي اعلان سويدي.

ګنګولې په ښې لاس وروتوپ اچوونې سره په ټيسټ کې ۳۲ او يو ورځنيو لوبو کې ۱۰۰ وکټي ترلاسه کړيدي.

۴ـ ارجونا راناټنګا

ارجونا راناټنګا د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته يو بريالی لوبډلمشر ثابت سويدی.

ده وکولای سول چې په ۱۹۹۶ز کال کې نړيوال جام دسريلانکا په نوم پورته کړي.

ده په ۹۳ ټيسټ لوبو کې د ۳۵،۷۰ اوسط په درلودلو سره ۵۱۰۵ منډي ترسره کړلې،چې ۴ سليزي او ۳۸ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

ارجونا د سريلانکا لپاره په ۲۶۹ لوبو کې په ۳۵،۸۵ اوسط سره ۷۴۵۶ منډي ترسره کړي، چې ۴ سليزي او ۴۹ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

دی د سريلانکا لپاره په ۱۹۳ يو ورځنيو لوبو کې دلوبډلمشر په حيث لوبيدلی چې ۸۹ يې ګټلي، ۹۵ يې بايللي او ۹ لوبي يې بې پايلي اعلان سوي.

د ارجونا په لوبډلمشرۍ کې سريلانکا، دټيسټ په ۵۶ لوبو کي ۱۲ ګټلي ۱۹ يې بايللي او ۲۵ نوري يې بې پايلي اعلان سوي.

ده په راسته لاس توپ اچوونه ترسره کول،چې په يو ورځنيو لوبو کي ۷۹ لوبغاړي او په ټيسټ کي يې ۱۶ لوبغاړي سوځولي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 249 تاريخ : شنبه 24 فروردين 1398 ساعت: 22:59