د کلکتې او حيدر اباد لوبډلو ترمنځ محاسبوي توپيرونه

ساخت وبلاگ

ژباړه: فدامحمد اقبال

سنرایزرز حیدرآباد:
که څه هم سنرایزرز حيدرآباد په تېر 2018 کال کي کلکتې ته دوې ماتي ورکړې، خو حیدرآباد ټولي هغه ۵ لوبي چي په کلکته کي يې ترسره کړي دي، پر کلکته بایللي دي.

په چېس کولو کي د ګټلو او بایللو ريکارډ:
د کلکتې په آيډن کارډينز کي د 2018 د پيل راهيسي د ۸ ترسره سوو لوبو پر مهال پر دې لوبغالي د هري لوبډلي د لومړۍ پاڼۍ د منډو اوسط تر 173.25 نه دئ لوړ سوی.

بونېشورکومار:
په (بهوي) مشهور د حیدرآباد چټک توپ اچوونکی بونېشور کومار 4 نورو ویکټو ته اړتیا لري چي د حیدرآباد لپاره 100 ویکټي پوره کړي، په داسي حال کي چي تر دې مخکي بل هيڅ لوبغاړي د حیدرآباد لپاره نه په IPL او نه هم په CLT20 کي تر دا مهاله 50 ویکټي پوره کړي.

همدارنګه بهوي په IPL کي يوازينی لوبغاړی دی چي د حيدرآباد په ګټه د کلکتې 20 لوبغاړي اوټوي. نوموړي د کلکتې په آيډن ګارډېنز کي د شل اوریزو لوبو پر مهال په 17.08 اوریج سره د کلکتې پر وړاندي تر ټولو ښه ثابت سوی توپ اچوونکی دئ.
بونېشور کومار په وروستیو ۷ لوبو کي د حیدرآباد لپاره 12 ویکټي ترلاسه کړي دي، چي په 5 لوبو کي 10 ویکټي يې يوازي د کلکتې په وړاندي دي.

يوسف پټان:
يوسف پټان د کلکتې په ايډن ګارډېنز کي د توپ وهني د 34.8 اورېج په لرلو سره په شل اوریزو سیاليو کي د یوه لوبغاړي په توګه تر ټولو ښه ثابت سوی لوبغاړی دی. نوموړي پر دې لوبغالي په 41 شل اوریزو لوبو کي د 3 نیمه سليزو په مټ 870 منډي کړي دي چي د منډو سټرایک رېټ يا چټکوالی يې تر 150 لوړ پاته سوی دی.

روبین اوتاپا:
روبین اوتا تر ويرات کوهلي وروسته دوهم لوبغاړی دئ چي د حيدرآباد په تاریخ کي پر دې لوبډله ډېري منډي ترسره کوي. په لومړي مقام کي ویرات کوهلي دئ چي پر حيدرآباد يې ټولټال 485 او روبین اوتاپا بيا دوهم لوبغاړی دئ چي پر دې لوبډله د تګ او راتګ پړاو لوبو کي 437 منډي ترسره کوي. اوتاپا دا منډي د 29.13 اورېج په لرلو سره د 15 پاڼیو پر مهال ترسره کړي دي.

ډيويډ وارنر:
ډيويډوانر په 19 لوبو کي پر کلتې لوبډلي د دوو سليزو او دوو نیمه سليزو په مټ 677 منډي ترسره کړي دي چي د توپ وهي اوريج يې 39.82 ساتلی دئ. دا د روهيت شرما تر 757 او د سُریش راینا تر 746 منډو وروسته د دریم لوبغاړي په توګه تر ټولو ډيري منډي دي چي یو لوبغاړی يې د کلکتې په وړاندي په تګ راتګ پړاو سياليو کي ترسره کوي.

راشدخان (ګوګلي ماسټر):
په (ګوګلي ماسټر، کرکټ ډارلينګ او کوچني خان) مشهور راشدخان د حيدرآباد لوبډلي لپاره يوازینن هغه سلو تو اپچونکی دئ چي تر ټولو يې په چټکه توګه (د دوو سېزنونو په 31 لوبو کي د حيدرآباد لپاره 38 وکيټي ترلاسه کوي.)
خان د تيرو دوو کالو راهیسي د حيدرآباد لوبډلي د ملا تير بلل کيږي او د دې لوبډلي روزونکی ټام مودي او لوبډلمشران هر ډيويډ وارنر او کاني ويلیمسون دواړه دا تايدوي چي پر نوموړي په سختو شېبو کي خورا ډېر حساب کيږي.

د وروستو 5 لوبو د ګټلو او بایللو ریکارډ:
د دې دوو لوبډلو ترمنځ په وروستيو 5 لوبو کي 3 يې حيدرآباد او پاته 2 يې بیا کلکتې لوبډلي ګټلي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 229 تاريخ : دوشنبه 5 فروردين 1398 ساعت: 4:08