د فراه د لوړو زده کړو موسسه

ساخت وبلاگ

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

د فراه د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د فراه د مخورو او ځوانانو له پرله پسې غوښتنو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۹۱ ل کال کې کېښودل شوه. د لوړو زده کړو دې موسسې په لومړي کال یو پوهنځی (کرنه) درلود چې دوه ډېپارټمنټونه (اقتصادي کرنه او اګرانومي) یې درلودل. د فراه د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنیار محمد یونس امیني وایي، په ۱۳۹۲ل کال کې یې د ښوونې او روزنې پوهنځي منظوري هم واخیسته او په همدې کال یې چارې هم رسماً پیل کړې. د فراه د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی اووه ډېپارټمنټونه لري چې له پښتو، دري، انګلیسي، کیمیا، بیولوژي، فزیک او ریاضي څخه عبارت دي. ښاغلی امیني وایي، له هغه وروسته یې هم د پوهنځیو د زیاتېدو لپاره هڅې کړې دي، خو له بده مرغه غوښتنې یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا نه دي منل شوې. دی وایي، اوس اوس یې د دوو نورو پوهنځیو لپاره ځینې ګامونه اخیستي چې په نږدې راتلونکي که به د فراه د لوړو زده کړو موسسه د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو درلودونکې شي.

پوهنیار امیني وایي، د فراه د لوړو زده کړو موسسې د کرنې په پوهنځي کې اوسمهال ۵۲۰ تنه محصلین پر زده کړو بوخت دي چې له دې ډله یې څلور تنه نجونې دي. دغه راز د دې موسسې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې بیا ۷۷۸ محصلین پر زده کړو بوخت دي چې ۱۹۴ یې نجونې او ۶۸۴ یې نارینه دي.

د فراه د لوړو زده کړو موسسې په دوو پوهنځیو کې د تدریس چارې اوسمهال د ۵۵ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې اووه تنه یې ښځینه دي. د ۵۵ استادانو له ډلې، ۱۰ تنه یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او ۱۴ نور یې اوس عملاً په کور د ننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل دي. ښاغلی امیني وایي، هڅه کوي چې د پاتې نورو استادانو لپاره هم په ماسټرۍ پروګرام کې د شامېلېدو چانس برابر کړي.

د فراه د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې کتابتون نه لري، خو پوهنیار محمد یونس امیني وایي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته یو نیم لک ډالر ځانګړي شوي، څو د دې موسسې لپاره یو مجهز کتابتون جوړ کړي. ښاغلی امیني وایي، د کتابتون چارې یې پنځوس سلنه مخ ته تللې دي چې ډېر ژر به یې پاتې کارونه هم بشپړ شي او د فراه د لوړو زده کړو موسسه به د یوه پر مختللي کتابتون درلودونکې شي. دا چې وار له مخه د دغه کتابتون لپاره کتابونه را ټول یا اخیستل شوي که نه؛ په اړه یې معلومات نشته.

د فراه د لوړو زده کړو موسسې تر دې مخکې لیلیه نه درلوده، خو د ښاغلي امیني په خبره اوسمهال ورته د لوړو زده کړو وزارت په مالي مرسته د ۲۰۰ کسانو لپاره مجهزه لیلیه جوړېږي چې چارې یې تر ډېره مخ ته تللې دي او ډېر ژر به پرانیستل شي.

د فراه د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې هغسې چې لازمه ده ډېر امکانات نه لري. د دې موسسې رییس وایي، دوی اوسمهال یوه اداري ودانۍ، د کرنې پوهنځي ودانۍ، د ښوونې او روزنې پوهنځي ودانۍ، د لیلیې نیمه کاره ودانۍ او نیمه کاره کتابتون لري. د ښاغلي امیني په خبره، د ای ټي د مرکز لپاره هم ور سره لوړو زده کړو وزارت یو څه مرسته کړې ده او ټاکل شوې چې په عموم کې د موسسې لپاره یو لابراتوار هم جوړ شي، خو هغه ډول چې لازمه ده امکانات په واک کې نه دي ورکړل شوي.

دا چې د فراه دلوړو زده کړو موسسه نوې تاسیس شوې او له ښار او بازار لرې ده، نو استادان او محصلین دواړه یې له ترانسپورټي ستونزو سره مخ دي. دغه راز په زېربنایي، تشکیلاتي، ظرفیت لوړولو او انټر نېټ برخه کې چې نن سبا د مطالعې او څېړنې لپاره ضروري دي، هم دغه موسسه له ستونزو سره مخ ده. د دې موسسې رییس وایي، په ځلونو یې له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کړې چې د فراه د لوړو زده کړو موسسې لپاره تشکیل زیات کړي او نوي پوهنځي چې د فراه لپاره ضروري بلل کېږي، ورته منظور کړي؛ خو تر اوسه پورې یې په غوښتنو چا غوږ نه دی ګرولی. امیني وایي، له لوړو زده کړو وزارت څخه یې غوښتنه دا ده چې له دې موسسې سره په هر اړخیزه توګه مرسته وکړي، څو د احاطې، جومات، ژورو څاګانو، شنې ساحې، لابراتوارونو، لیلیې، سپورټي میدانونو او نورو اړینو شیانو درلودونکې شي.

پوهنیار محمد یونس امیني نوی د فراه د لوړو زده کړو موسسې د رییس په توګه ټاکل شوی دی. نوموړی وايي، د دې موسسې د پرمختګ او نویو پوهنځیو د پرانیستلو لپاره یو لړ پروګرامونه لري چې په پلي کېدو سره به یې د لوړو زده کړو دغه موسسه نوره هم وده وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 244 تاريخ : دوشنبه 5 فروردين 1398 ساعت: 4:08