د کرکټ تنکی ستوری احمد قریشي نادرکه شوی

ساخت وبلاگ

د کرکټ تنکی ستوری احمد قریشي د تېر ماښام راهیسې د بهسودو پل څېرمه سپین غر کرکټ لوبغالي څخه نادرکه شوی دی.

احمد قریشي د کرکټ ځوان ستوری دی چې په دې وروستیو کې ډېرو کرکټ پوهانو پام ځانته اړولی دی.

نوموړی په جلال اباد کې د سپين غر په کرکټ اکاډمۍ کې د کرکټ په تمریناتو بوخت و.

د کرکټ د اکاډمۍ مسؤلین وایې چې نوموړی د ماښام له شپږ نیمو بجو وروسته له تمرین کولو وروسته کورته په لاره نه درکه شوی.

د احمد قریشي کورنۍ هم مني چې نوموړی د سر ماښام راهیسي د کرکټ له اکاډمۍ کور ته نه دی ورګرځېدلی.

د قریشي ورورعبدالله قریشي په ورخطا غږ سره یاران ته وویل چې ورور  یې ماښام راهیسې، دبهسودو په قعله جانان خان سیمه کې نادرکه شوی او تر اوسه یې هېڅ معلومات نلري.

ده زیاته کړې چې د ورور بیک، وسایل او موبایل یې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په دامان سېمه کې د یوه غره تر څنګ موندل شوي.

نوموړي په خپه او نږدې ژړغوني غږ وویل چې مور یې روحي تکلیف لري او په خبره چې د ورور احمد خبره یي ترې تر ډېره پټه کړې وه چې تر خبرېدو وروسته یې د مور حالت هم ښه نه دی.

د احمد ورور زیاته کړه چې له هېچا سره هیڅ ډول دښمني نه لري او نه هم تر دې وړاندې ورته چا اخطار ورکړی و.

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کارونکو د احمد قریشي په نادرکه کېدو خواشیني ښوولې او له امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې ژر تر ژر دې د پیدا کېدو لپاره هڅې پيل کړي.

احمد قریشي د کرکټ تنکی ځوان ستوری دی، چې په خپله وړتیا یې په ډېر کم وخت کې خپل ځان خپلو مینوالو ته وپېژنده.

قریشي د دې څنګ په ټولنیزو رسنیو کې هم فعاله دی او وخت نا وخت د خپل تمرین ويډوګانې پر خپلو اکونټونو پورته کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 204 تاريخ : دوشنبه 5 فروردين 1398 ساعت: 4:08