بریالي او نابریالي کسان دا ځانګړنې لري

ساخت وبلاگ

لیکنه: قطار ظفري

ژوند د مبارزې ډلګۍ ده او هغه تر نورو زیات بریالي دي؛ چې کار او زیار ته یې اوږه ورکړې ده.

تاسو به ډېر لېدلي او اورېدلي یي، چې له ستړیا وروسته بریا حتمي ده. خو ځینې بیا په دې موخه کار او زیار ته ملاماتې وي چې زما نصیب خراب ده زموږ واسطه نشته او…

موږ تر یو حده يادې کړنې هم منو خو داسې هم نه ده؛ چې ته لاس تر زنې کینه او هر څه دي ستا تر دره راشي .

هغه کسان به حتمن د ماتې په مټ بریا تر لاسه کوي، چې لاندې ځانګړتیاوې ولري:

۱- ټاکلې موخې درلودل .
۲- د یادو موخو لپاره ځانګړی پلان.
۳- حوصله.
۴- کاري او تعلیمي مهال ویش.
۵- له ماتې وروسته دویم ځلي ژر حرکت کول.
۶- له خلکو سره اړیکه درلودل.
۷- د ټاکلو موخو په مخ کې پراته خنډونه په نښه کول.
۸- نوښت کول.
۹- خپلې د ضعف نقطه پیدا او پر هغې رغنیز کار کول.
۱۰- ناهیلي له منځه وړل.

او هغه کسان به هیڅ کله هم بریالي نه شي، چې لاندې ځانګړنې ولري.
۱- د نور پر مټ بریا ته رسېدال.
۲- یاده بریا موقتي وي او ډېره نه پایي که چېرته دوام هم ومومي نو د عزت په جامه به برابر نه وي.
۴- د هر چا مشورې منل (مشورې د ژوند هره مشکل اسانوي خو د هرچا مشورې نه)
۵- بې صبري
۶- کار ته کار نه ویل.
۷- د نور په تمه ژوند تېرول.
۸- د مشر او مدیر نه احترام.
۹- له ژونده ناهیلي.
۱۰- د ځان لپاره داستعدلال ګرځول، چې واسطه، پیسه… او نور د بریا راز ده ( موږ منو، چې یاد امکانات په اوس وخت کې تر هر څه زیات مهم دي خو تر ټولو مهمترین الله ج ده او پر هغه ایمان او باور درلودل ځکه، چې الله فرمایي:(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ)) .
ترجمه: اۍ مؤمنانو ! تاسې په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ…

موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې تر نورو زیات ځوانه او تحصیل یافته قشر کړېږي او ځوریږي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې د دې ستر خنډ با وجود څه کول په کار دي؟
ځواب یې یوازې او یوازې دا ده، چې خپله حوصله او همت له لاسه مه ورکوئ، خیر که نن په ځانګړي موقف نه یې سبا ستاسو ده او راتلونکی مو روښانه ده.

ژوند د مبارزې ځانګړی نوم ده او کله، چې ژوند له مبارزې پرته مخته ولاړ شي هغه بې خوند او بې ځنډه وي.

پوهان وایي په لينده( غولکه) کې پروت غشی چې څومره شاته کش کوي هغومره مخته ځي.

نو ویلی شو، چې هغه وخت مخته تګ کولای شو، چې کلکه هوډ او سپېڅلې مبارزه ولرو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 308 تاريخ : دوشنبه 27 اسفند 1397 ساعت: 1:17