اسراییلي سیاستوال: ایران مې هسې موبایل هیک کړی، کوم سیکس فلم مې پکې نه و

ساخت وبلاگ

د اسراییلو مشهور سیاستوال بني ګنټس، چې په راتلونکو پارلماني ټانو کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مخکښ سیال دی، ایران یې ګرځنده موبایل هیک کړی.

د استخباراتو خبرداری
د اسراییلو دولت دا خبر د تېرې پنجشنبې ورځې په ماښام اعلان کړ.
د ګنټس اړوند ګوند هم په هماغه ورځ تایید کړه، چې ایران د دغه سیاستوال ګرځنده ټلیفون هیک کړی دی.

یاد شوي ګوند دا هم ویلي، چې وار د مخه د اسراییلو داخلي او خارجي استخباراتو د اسراییلو د دفاعي ځواک دې مخکیني قومندان ته د ټلیفون د هیک کیدو خبرداری ورکړی و.

ګنټس له سیاست څخه مخکې په پوځ کې مهم سړی و.

له کنفرانس مخکې ځواب
ګنټس مخکې تردې چې د موبایل د هیک کیدو په اړه یې په رسمي خبري کنفرانس کې څه ووایي، په یوه لنډ ځواب کې ویلي: زما په ټلیفون کې زما کوم سیکس فلم نه و، چې ایرانیان ترې غلطه استفاده وکړي.

د سیاسي ګوزار هڅې
د ګنټس سیاسي مخالفین د موبایل هیک کیدو له مسئلې یې غواړي هغه تر سیاسي ګوزارونو لاندې ونیي.

د اسراییلو هاآرتص ورځپاڼې دې ته په اشارې سره ویلي، چې دا ګوزارونه تر یوه ځایه پرځای هم لګیدای شي.

د ګنټس مخالفین هغه د پوځ د مخکیني لوړپوړي مقام په توګه ننګوي او پوښتنه کوي، چې داسې یو څوک ولې دومره بې تدبیره شي؟

د دوی په وینا امکان لري، چې د ګنټس په ټلیفون کې محرم اسناد وي او د اسراییلو لوی دښمن (ایران) ترې غلطه استفاده وکړي.

د کاهول لاوان ګوند غبرګون
ګنټس، چې د کاهول لاوان ګوند اړوند او کاندید دی، خپله په دې تړاو نور څه نه دي ویلي.
خو ګوند یې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هغه له پوځ څخه پخوا تقاعد شوی او داسې د درد خوړلو وړ معلومات او اسناد یې هیڅ په ټلیفون کې نه لرل.

دا ناندرۍ په داسې وخت دي، چې ټاکل شوې په اپریل میاشت کې د اسراییلو له وخته مخکې جنجالي ټاکنې ترسره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 404 تاريخ : دوشنبه 27 اسفند 1397 ساعت: 1:17