اجنکیا راهاني هیله لري چې ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې ولوبیږي

ساخت وبلاگ

لیکنه: بهار سمسور

د کریکټ تعقیبونکي وايي رهاني د ټېسټ لوبې یو بهترینه توپ وهونکی دی، او دی د هند ملي لوبډلې مرستیال مشر هم دی.

راهاني له (هندو) نومي هندۍ رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دی هیله لري تر څو د ۲۰۱۹ کال لپاره د هند په لوبډله کې ولوبیږي او انګلستان ته سفر وکړي.

رهاني ښی لاسی توپ وهونکی دی، چې د هر ډول لوبې استعداد لري او وخت ناوخت د هندۍ لوبډلې د مهمو سفرونو برخه هم ګرځي.

هغه د مرکې په یوه برخه کې وايي: زه یو هر اړخیز توپ وهونکی یم، خو په فکر سره لوبېږم.

زه نه غواړم چې ډېرې خبرې وکړم،هڅه کوم چې بېټ مې وغږیږي.

رهاني د ویسټنډيز په سفر کې د هندۍ لوبډلې اوپنر یا پیلونکی توپ وهونکی و چې ښه اویرېج سره ولوبیده، تر څنګ يې د جنوبي افریقا خلاف د منځنۍ برخې توپ وهونکی و او هلته يې هم ښې لوبې تر سره کړې.

رهاني زیاتوي: که زه فکر کوم چې زه ناکام لور ته راون یم نو بیا ماتېږم،خو ښّ دا ده  چې سړی مثبت فکر وکړي.

زه دې ته زیات فکر نه کوم چې لوبډله کې راځم یا نه راځم، دا کار به انتخابي ډلګۍ (سلیکشن کومیټې) ته پرېږدم هغوی ډېر ښه قضاوت کونکي دي.

رهانې وړاندې وايي که تاسو وګوری په وروستیو څو سیریزونو کې زما ایورېج ۴۵،۵۰ و خو زه بیا هم له ملي لوبډلې ډراپ شوم.

د رهاني دا مرکه په داسې وخت کې مخ ته راځي چې هندۍ لوبډله په خپل کور کې د اسټرالیا خلاف پر لوبو بوخته ده.

خو په هند کورنیو لوبو کې بیا رهاني د سید مشتاق احمد په نوم شل اوریزه ټورنمېنټ کې د ممبۍ لوبډلې لوبډل مشر دی،او له دې وروسته به په راروان ای پي اېل کې د راجستان روایلز د لوبډلې کپټان وي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 384 تاريخ : شنبه 11 اسفند 1397 ساعت: 2:36