غرور؛ مثبتې او منفي خواوې یې، مغروره خلک دا ځانګړنې لري

ساخت وبلاگ

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

د غرور او مغرورو خلکو په اړه به مو زیاتې خبرې او قضاوتونه اوریدلي وي؛ غرور ته د هر علم او زاویې له نظره بېل کتل شوي.

په مذهبي ،اخلاقي او ټولنیز لحاظ غرور نا مناسب عمل دی، منع شوی او د مخنیوي سپارښتنه شوې.

غرور ته ګڼ علوم له دې کبله په ښه سترګه نه ګوري، چې د انسانانو ترمنځ صمیمت، یو بل زغمل او کمیني له منځه وړي.

روان پوهنه او غرور
د روان پوهنې علم بیا کنټرول شوي او تعادل لرونکي غرور ته د یوې مثبتې پدیدې په سترګه ګوري.

دا علم غرور هغه حالت او احساس ته وایي، چې یو شخص پکې ځانته په ډېر ارزښت قایل وي.

روان پوهنه غرور ته د شکسته نفسۍ او کمترۍ د احساس په مقابل کې د یوه بدیل په توګه ارزښت ورکوي.

دا علم باور لري، چې غرور انسانانو ته د یوه مثبت او له لویدلي حالت څخه د وتونکي حالت په توګه مهم او ارزښتناک دی.

د غرور پولې
روان پوهنه د غرور لپاره حدود ټاکلي؛ وایي نه باید یو څوک له ځان نه د ډېر رضایت له احساس سره نورو ته په کمه سترګه وګوري.

د روان پوهانو په باور غرور هغو کسانو ته باید توصیه شي، چې د شکسته نفسۍ او پرځان ناباورۍ له بحران سره مخ وي.

روان پوهان د غرور او عزت نفس پر توپیر هم ټینګار کوي، دوی وایي دا دوه حالته باید سره تفکیک شي، کنه ځینې خلک به خپل غرور ته د عزت النفس نوم ورکړي او نورو ته به صدمه ورسوي.

ولې غرور؟
روان پوهان غرور ته د یوې رواني ناروغۍ په سترګه هم ګوري.

د دوی په وینا معمولا هغه خلک غرور ته مخه کوي، چې د وړتیاوو، ستونزو او کمزوریو له کبله یې خپل ایډیال حالت ته نه شي رسیدای.

دوی د دې لپاره، چې دغه حالت ته د نه رسیدو له کبله خپله رواني صدمه یو ډول تسکین کړي، د هماغه ناپوره شوي ایډیال د لرلو پېښې یا په عامه اصطلاح غرور کوي.

د مغرورو خلکو نښې
– مغروره خلک ځان نه د قوي، پوهو، شتمنو او ښکلو خلکو د لیدو زغم نه لري.

– مغروره خلک دا نه مني، چې تر دوی غوره خلک شته.

– مغروره خلک انعطاف نه منونکي دي.

– مغروره خلک حتا خپل غلط باورونه هم غواړي پر نورو وتپي.

– مغروره خلک څومره چې زور ښودنه کوي، همغومره د نورو د زور پر وړاندې زر تسلیمیږي.

– مغروره خلک له زورورو او سیالو سره نه؛ بلکې له کمزورو سره زور ګویي کوي.

– په رواني لحاظ نارامه دي، ځان یوازې احساسوي.

– د ادعاوو برعکس یې تل پر دې فکر کوي چې څنګه ځان له یوازې توبه خلاص کړي.

– ظاهرا ډېر ځان نه راضي دي، خو په واقعیت کې ډېر ځان نه خفه دي او د کمترۍ احساس کوي.

– زر ځوریږي، نازک مزاج لري او تل غواړي خپل وړوکی کار او لاسته راوړنه ډېره لویه وښیي.

– نورو نه د بې نهایته احترام، زیاتې ښیګڼې تمه لري او فکر کوي، چې ټول باید د واجب الاحترامه په سترګه ورته وګوري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 341 تاريخ : شنبه 11 اسفند 1397 ساعت: 2:36