دا علمي نښې درته وایي چې مېن شوي یاست

ساخت وبلاگ

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

د مېنیدو مسئله که څه هم زړه پورې تړلې، خو اوس علم دومره وده کړې چې د زړه له پریکړو یا علاقه مندیو د نښو نښانو په وسیله خبریږي.

ډېرخلک یا ممکن تاسې داسې اوسئ، چې د مېنیدو په نښو ډېر نه پوهیږئ، خپله به مېن شوي یاست، یو چا ته به زیات تمایل لرئ، اما نه به پوهیږئ چې مېن / مېنه یې یاست او باید په دې اړه ورسره وغږیږئ.

په دې لیکنه کې هغه نښې /نښانې درته ښیوو، چې كه مو لرلې، باید په مېنیدو مو ډاډه شئ:

د سترګو اړیکه
د سترګو اړیکه یا یو/ یوې چا ته ډېر زیات کتل او ورسره سترګې په سترګې کیدل له هغو نښو څخه ده، چې پر مقابل لوري ستاسې مېنیدل ښيي.

تاسې که کوم چا سره زیات د سترګو اړیکه لرئ، یانې سترګې جنګوئ، پوه شئ چې د مېنتوب لږ و ډېره رابط ورسره لرئ.

ورسره معتاد کیږئ
د مېنیدو یوه بله علمي نښه دا ده، چې له یو چا سره د معتادۍ احساس درته پيدا کیږي.

فکر كوئ، چې یو څوک باید بیاـ بیا وګورئ او که یې ونه ګورئ نو یو کمی به درته محسوسیږي.

تل یې په اړه فکر کوئ
که مو د یو چا په اړه زیات فکر کاوه او دا فکر مو بیاـ بیا کاوه، دا هم د علمي څېړنو له مخې یوه له هغو نښو څخه ده، چې پر هغه/هغې کس ستاسې مېنیدل ښيي.

په علمي څېړنو کې دغه حالت ته د مغزو مخدره توکي وایي.

له دې اصطلاح څخه موخه دا ده، چې تاسې به په مغزي لحاظ له یو چا سره معتاد شوي یاست او د هغه/ هغې له لیدو پرته به نارامه یاست.

غواړئ خوشاله یې وساتئ
مینه یو مساوي مشارکت دی، خو مېنان د خپل مقابل لوري خوشالۍ ته تر هرڅه زیات ارزښت ورکوي.
د همدې لپاره تل هڅه کوي، چې مقابل لوری یې خوشاله وي.

که تاسې د یو چا د خوشالولو لپاره هغې/ هغه ته زیاته توجه لرله او له هرې ممکنې لارې مو ورته د خوشالۍ برابرولو هڅه کوله، علمي نښې وایي چې په دغې/ دغه کس مېن /مېنه شوي یاست.

ذهناً نارامه یاست
د مېنتوب په علمي نښو کې یوه هم ذهني نارامي ده. که مو د کوم چا په اړه ذهن زیات نارامه و او پرله پسې یې د لیدو هیله درکوله، پوه شئ چې د مینې کیسه په پیلیدو ده.

درد نه محسوسوئ
د مینې په اړه عام باور دا دی، چې درد لري او انسان ځوروي، خو یوه علمي نښه یې دا ده چې مېنیدل د انسان وجود ته درد درکوي.

خو واقعیت او د طبي څېړنو نتیجه دا ده، چې مېنیدل انسان ته د درد ورکولو پرځای د هغه درد کموي.

څېړونکو ویلي، چې ځینو مېنانو ته یې د عملیاتو پر وخت د هغو د معشوقو او مېنانو تصویرونه مخې ته نیولې.

ویل شوي، چې له دغه کار سره د دوی درد کم شوی.

نویو زده کړو ته هڅیږئ
که مو د یو چا لپاره یو خاص هنر زده کول غوښتل او په دې کار سره مو هدف دا و، چې هغې/ هغه ته په دې ډول نیږدې شئ، نو پوه شئ چې د مېنیدو یوه علمي نښه ده.

مثلاً: که هغه د کوم ورزش، هنر یا بل څه سره زیاته علاقه ولري، تاسې به هم د هماغې علاقه مندۍ لپاره زیاتې هڅې کوئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 329 تاريخ : شنبه 11 اسفند 1397 ساعت: 2:36