د زده کوونکو لپاره د سهارنۍ اهمیت

ساخت وبلاگ

د زده کړو پر مهال تغذیه له دوو اړخونو ډېره مهمه ده، لومړی دا چې په ځوانۍ او یا نوې ځوانۍ کې د انسان بدن ورځ تر بلې وده کوي او د سالمې ودې لپاره انرژۍ ته اړتیا لري او دویم دا چې درس ویل خپله ځانګړې انرژي غواړي چې باید پوره پاملرنه ورته وشي.
په دې مرحله کې نه یوازې دا چې د ماشوم یا نوي ځوان بدني وده مهمه ده، بلکې دوی باید یوه قوي حافظه ولري چې د لرلو لپاره یې مغذي موادو ته اړتیا لیدل کېږي.

میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو سهارنۍ ته پوره پام وکړي. په ټوله کې هېڅ غذایي وخت د سهارنۍ ځای نه شي نیولی، خو د ماشومانو لپاره بیا تر بل هر وخت ارزښتناک دی؛ ځکه درس ویل یا فکري کار تر فزیکي کار ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري.

که سهارنۍ سمه وخوړل شي، د ورځې په اوږدو کې په وینه کې د قندو د کنټرول لامل کېږي او دا د زده کوونکو د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

دغه راز پر میندو او پلرونو دا هم لازمه ده چې په ښوونځي کې د خپلو ماشومانو د تفریح پر مهال هم د یو څه خوراکي توکو غم وکړي. ډوډۍ او پنېر، مېوه او یا نور مغذي مواد یې ښې بېلګې کېدای شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 249 تاريخ : يکشنبه 5 اسفند 1397 ساعت: 22:48